شاته

اروپايي ‌ټولنې اوکراین سره مرستو کې دوه میلیارد یورو نور هم اضافه کړل 

د اروپايي ټولنې مسئولینو نن دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) اعلان وکړ چې د اوکراین سره د پوځي مرستو په اعلان شوې بودیجې کې دوه ملیارد یورو [۲.۱ میلیارد ډالر] نور هم اضافه کوي.

اروپايي ټولنه، چې ۲۷ غړي لري، غواړي ډاډه شي چې کیف ته وسلې انتقالولی شي.

د اروپايی ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوست کې لیکلي‌ دي: «اروپايي ټولنه ژمنه ده چې اوکراین او اوکراین ته ورته نورو شریکانو ته پوځي مرستې برابرې کړي.»

اروپايي ټولنې په نړیواله کچه د خپل اغیز د زیاتولو لپاره تېر کال د «اروپا د سولې اسانتیا/تسهیلات» په نامه یو صندوق ایجاد کړ چې اروپايي ټولنه له دې لارې له خپلو نړیوالو شریکانو سره پوځي همکاري وکړي.

د دې صندوق د ۵.۷ میلیارد یورو بودیجې څخه اوس یوازې ۸۰۰ میلیون پاتې دي، ټاکل شوې وه چې دا بودیجه تر ۲۰۲۷ کال پورې ولګول شي.

د اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د بهرنیو چارو وزیرانو نن دوشنبه په بروګسل کې په یوې غونډې کې موافقه وکړه چې په اعلان شوې بودیجې کې دوه میلیارد یورو نور هم اضافه کړي.

اعلامیه وايي که د ټولنې غړو موافقه وکړه او ضروي وګڼل شي، نو تر ۲۰۲۷ کال پورې دا بودیجه ۵.۵ میلیارد یورو ته هم زیاتېدلای شي.

د اروپايي ټولنې غړي دا پېسې کیف ته د وسلو په اخیستلو کې لګولي دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې تر دې دمه اروپايي ټولنې له اوکراین سره څه باندې اته میلیارد یورو پوځي مرسته کړې، د اروپايي ټولنې دا ټوله مرسته د متحدو ایالتونو له لوري له کیف سره د شویو مرستو ۴۵ سلنه جوړوي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل وکړ، ارپايي ټولنې او امریکا دا یرغل وغنده او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې چې د مسکو په ضد روانه جګړه وګټي.