شاته

یوناما: طالبانو د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي خوشې کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونه فعاله ظریفه یعقوبي له بند څخه ازاده کړې ده.

یوناما نن دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) په خپل رسمي ټویټر کې دا کار ستایلی دی.

یوناما د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د بشري حقونو د ټولو توقیف شویو فعالانو په اړه معلومات ورکړي او په دې هکله یې غوښتنو ته ځواب ووايي.

تر دې مخکې یوناما ویلي وو چې د ښځو د دغو فعالانو په اړه هېڅ معلومات نشته او طالبانو یې هم په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

یوناما نه دي ویلي چې ظریفه یعقوبي کله، څنګه او چېرې خوشې شوې ده.

طالبانو د لیندۍ په ۱۲ نېټه ظریفه یعقوي او د هغې څلور نارینه همکاران په کابل کې د یو خبري کنفرانس په مهال ونیول.

څه موده مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې طالبانو د نومبر میاشتې له پیل راهېسې د ښځو د حقونو فعالانې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په کابل کې نیولې دي.

خو طالبانو د هغوی د نیول کېدو په اړه بې خبري ښودلې وه.