شاته

د فوټبال نړیوال جام کوربه قطر اروپايي پارلمان غړو ته په بډو ورکولو تورن شوی

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) وویل چې د اروپا په پارلمان کې د خپل انځور د ښه کولو لپاره د نړیوال جام د کوربه قطر لخوا د رشوت ورکولو تورونه "اندېښمن کونکي" دي.

جوزپ بوریل دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بلجیم څارنوالانو څلور مشکوک کسان په فساد تورن کړل.

د اروپا د پارلمان یوه مرستیاله، ایوا کیلي چې د یونان د سوسیالیست ګوند غړې ده، د رشوت ورکولو د قضیې تر ټولو لوړپوری مقام دی چې د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه تر نظر لاندې ونیول شوه چې پلټونکو د هغې په کور کې د "نغدو پیسو کڅوړې" وموندلې.

د رشوت اخیستو ادعاو د اروپايي اتحادیې مقننه قوه لړزولې او د دې بلاک د بنسټونو د څارنې غږ پورته شوی چې د بهرني نفوذ څخه پاک کړای شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل وویل: "یو بهیر روان دی. یقیناً خبرونه ډېر د اندېښنې وړ دي - ډېر زیات د اندېښنې وړ دي."

ښاغلي بوریل وویل چې د بلاک د دپلوماټیک خدمت یا د بهرنیو ماموریتونو هیڅ چارواکي په تورونو کې ښکیل ندي او زیاته یې کړه: "د پولیسو او قضایي عملیات روان دي. موږ باید دا کړنې تعقیب کړو."

هغه وويل: "دا ډېر، ډېر، ډېر جدي تورونه دي."

د آیرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سایمن کوویني وویل چې دا تورونه "ویجاړونکي دي او موږ باید هغه تر پایه وڅیړو."

او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک خبرداری ورکړ چې "دا د اروپا د اعتبار په اړه هم دقیق دی."

۶۰۰ زره نغد یورو

د اروپا پارلمان نن د دوشنبې په ورځ په سټراسبورګ کې خپله مهمه غونډه پیل کوي. د اروپا د پارلمان ځنې غړي پلان لري چې د قطر مسافرینو لپاره د ویزې د آزادۍ په اړه د بحث د پرانیستلو سره مخالفت وکړي؛ کومه مسله چې د ګاز بډایه هیواد قطر عمده دپلوماتیک هدف دی.

دا رسوایي د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په جریان کې رامنځته شوې، هغه ورزشي یښه چې قطر تمه درلوده پرې خپل شهرت لوړ کړي، خو د مهاجرو کارګرانو سره د ناوړه چلند د تورونو له امله تر نیوکو لاندې راغی.

د اروپا د پارلمان یونانۍ غړې ایوا کیلي چې په عامه توګه یې د قطر د وروستیو کارګري اصلاحاتو په ملاتړ خبرې کولې، یو له هغو څلورو مشکوکو کسانو څخه وه چې تورنه او توقیف شوې ده.

دوه نور مشکوک کسان خوشې شوي او لږترلږه د اروپایي پارلمان د یو بل غړي کور د پلټونکو لخوا پلټل شوی دی.

دا نیونې د جمعې په ورځ په بروکسل کې د هغو عملیاتو وروسته ترسره شوې چې څارنوالانو وویل ۶۰۰زره یورو نغدې پیسې یې نیولي دي. پولیسو د مشکوکو کسانو له کورونو څخه کمپیوټرونه او موبایلونه هم نیولي دي.

خو قطر په هر ډول غلط کار کې د لاس لرلو په اړه تورونه "په کلکه" رد کړي دي.

ایوا کیلي د پارلمان د مرستیالې په توګه له خپلو مسؤلیتونو څخه لیرې شوې، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د اروپا د پارلمان له استازیتوب څخه. خو هغې د اروپا د پارلمان د غړې په توګه کار ته دوام ورکوي او د جنایي تعقیب څخه معافیت ترلاسه کوي.