شاته

وسټ: د طالبانو مشروعیت له افغان میرمنو او نجونو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وسټ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) وویل چې د طالبانو مشروعیت د افغان میرمنو او نجونو سره د یادې ډلې په چلند پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه د ۱۵ میاشتو په تیریدو یاده ډله هیڅ هیواد په رسمیت پيژندلې نده.

ښاغلي وسټ په اوبوظبي کې د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد سره تر لیدنې وروسته یو شمیر ټویټونه کړي او پر یو ټویټ یې لیکلي:" د هیواد اقتصادي او اجتماعي ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت تر ډیره د افغانستان د میندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري."

ښاغلي ویسټ همدارنګه زیاته کړې ده چې د ملا یعقوب په مشرۍ پلاوي سره یې د خرابیدونکي بشري وضعیت په خاص ډول د میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې چې د ثبات په خاطر، نیمایي نفوس باید له اقتصاد او د خپلو کورنیو د ملاتړ په هدف د مشارکت اجازه ولري.

دغه امریکایي ډيپلومات زیاته کړې ده چې له طالب پلاوي سره یې په یوه باثباته، هوسا او سوله ایز افغانستان کې د مشترکو ګټو په اړه هم خبري اتري کړي دي.

ټوماس ویسټ د خپلو ټویټونو په لړ کې زیاته کړې ده چې د طالبانو له پلاوي سره یې د افغانستان په امنیتي وضعیت، د داعش په وړاندې د طالبانو د دوامداره هڅو، د تجارت د چاپیریال د ښه والي لپاره په اقداماتو او روان بشري ناورین په وړاندې د نړیوالې ټولنې په هڅو بحث کړی دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرینو چارو وزارت یو ویاند هم ویلي وو دا چې د ټوماس وسټ سفر د طالبانو د هئیت سره په یو وخت وو، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له پلاوي سره هم وکتل.

دا لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي د طالبانو مشروعیت په افغانستان کې له بشري وضعیت سره تړلی بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په اکتوبر میاشت کې وویل:" موږ په وار وار دا موضوع څرګنده کړې چې د میرمنو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیاست بشري حقونو ته نه درناوی دی. تر هغه چې طالبان په افغانستان کې د میرمنو او نجونو ځپلو ته دوام ورکړي له پاتې نړۍ سره به د طالبانو اړیکې ښې نشي."

له دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې وه چې متحده ایالات ددې ډلې د نړیوال مشروعیت په وړاندې لوی خنډ دي.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط رامنځ ته کړي. خو نړیوالې ټولنې په خاص ډول متحده ایالاتو طالبانو ته ویلي که دې ډلې ته نړیوال مشروعیت غواړي، باید همه شموله حکومت جوړ کړي، د میرمنو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او میرمنو او نجونو ته د زده کړو زمینه مساعده کړي.