شاته

پوتین: اوکراین کې به جګړه اوږده وي، خو اوس اضافه پوځیانو ته اړتیا نشته

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) وویل چې په اوکراین کې د اوږدې جګړې اټکل کوي خو د اوس لپاره د اضافه پوځيانو د ځای پرځای کیدو اړتیا نه ویني.

پوتین د کرملین د بشري حقونو له شورا سره په آنلاین لیدنه کې چې د خبریالانو، فعالینو او عامو شخصیتونو له یوې وفاداه ډلې څخه جوړه ده وویل چې روسیه به په اوکراین کې له خپلو ټولو شته امکانانو څخه خپلې دفاع ته دوام ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې روسیه په غرب کې د" دویمې درجې هیواد په توګه چې اصلا د شتون حق نلري" لیدل کیږي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه ۱۰ میاشتې تیریږي، پوتین د روسیې یرغل، خاص نظامي عملیات وبلل او ویې ویل چې کیدای شي اوږده پروسه وي.

خو هغه وویل چې د دویم ځل لپاره د پوځیانو تیارسي ته ضرورت نشته، پوتین د روان کال په سپټمبر او اوکټوبر میاشتو کې کابو ۳۰۰ زره پوځیان د تیارسي په حال کې راوستل هغه اقدام کې ډیری روسان یې حیران کړل.

د روسیې ولسمشر وویل:" په دې شرایطو کې د هر ډول اضافه بسیج په اړه بحث په ساده ډول معنی نه ورکوي."

په زرګونه روسان د جګړې لومړۍ کرښې ته د استول کیدو له ویرې له روسیې وتښتیدل، په خرابو لارو او سړکونو یې د تیښتې هڅه وکړه او ډیرې پیسې یې ورکړې څو په الوتکو کې نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

پوتین زیاته کړه، د هغو ځواکونو له ډلې چې د تیارسي امر ورته شوی وو ۱۵۰ زره اوس په اوکراین کې ځای پرځای شوي دی چې ۷۷ زره په جنګ او پاتې په دفاعي برخه کې فعالیت کوي. هغه زیاته کړه چې پاتې ۱۵۰ زره په روزنیزو مرکزونو کې دي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د چهار شنبې په ورځ ډسبمر ۷ وویل چې امریکا له روسیې سره د هر ډول جګړې د اوږدیدو په اړه اوکراین ته خپله اندیښنه څرګنده کړې خو د امریکا او غربي متحدینو له خوا د مرستو شویو وسلو د کارولو د څرنګوالي په اړه د هغه هیواد واکمني ته درناوی کوي.

کربي زیاته کړه:" موږ د تاوتریخوالو د ډیریدو په اړه په خپلو اندیښنو ثابت ولاړ یو." هغه وویل امریکا د دوشنبې په ورځ د روسیې په خاوره کې پر دوو هوایي مراکزو بریدونه چې ظاهرا اوکرایني ډرونونو کړي، نه هڅوي.