بلخ: مزار شريف کې چاودنه شوې پينځه تنه پکې وژل شوي
کراچۍ —
د افغانستان د شمالي ولايت بلخ په مرکز مزار شريف کې چاودنه شوې لږ تر لږه پينځه کسان پکې وژل شوي دي. دغه خبر رویټرز خبري ادارې ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت کوم وياند د دې خبر خپرېدو پورې په رسمي ډول د چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
خو رویټرز د پوليسو ویاند له قوله ویلي، نن د نهې/ سه شنبې په سهار اووه بجې د تيلو کمپنۍ کار کوونکي وړونکی بس په چاودنه کې په نښه کړی شوی دی.
د سيد محمد اصف وزیري له قوله ویل شوي، پّ بس کې د هېرتان تيلو کمپنۍ کار کوونکي سواره وو.
او په سمدستي ډول د چاودنې د نوعيت په اړه هم څه نه دي ويل شوي او نه د پېښې زمه واري چا منلې ده.
په ټولنيزو رسنيو هم د دغه چاودنې د ځای عکسونه خپاره کړی شوي دي.
د دې خبر په اړه درسره نور معلومات شريکوو.
1