شاته

رینا امیري د افغان نجونو د زده کړو په هکله نړیوالې غونډې لپاره اندونیزیا ته ځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د نجونو، میرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په روانې میاشت کې اندونیزیا، سویټزرلینډ او ترکیې ته ولاړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) په اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې میرمن امیري د افغان نجونو د زده کړو په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي چې د اندونیزیا او قطر حکومتونه یې په ګډه کوربانه دي.

دا غونډه پوهنې ته د افغان نجونو د لاسرسي د ملاتړ په هدف جوړیږي.

میرمن امیري خپل نړیوال سفر دوشنبه پیلوي او د همدې میاشتې په ۱۶مې پای ته رسیږي.

د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې رینا امیري به په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په هکله د دوه اړخیزو او څو اړخیزو شریکانو، ملګرو ملتونو استازو، افغانانو او د میرمنو په ګډون د مدني ټولنو د استازو سره سلا مشورې وکړي.

د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې به پدې غونډې کې وینا هم وکړي او که نه.

د افغان نجونو د پوهنې د ملاتړ لپاره دا نړیواله غونډه داسې وخت جوړیږي چې د څه باندې یو کال راپدیخوا چې د طالبانو ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې، لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګې پورته ښوونځي ندي پرانیستل شوي.

طالبانو د تیر ۲۰۲‍۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو سره سم افغانستان کې پر ښځو یو لړ محدویتونه ولګول، چې په کې له کور څخه د وتلو پرمهال د محرم د لرلو او له کور څخه بهر د مخ په ګډون د ټول بدن پټول شامل دي.

همداشان طالبانو په دولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي. ددې سره سره ځینو ښځو ته په یو شمیر دفترونو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.