شاته

د اقتصادي بحران سره مخ پاکستان وایي چې روس به ورته په ټیټه بیعه تېل ورکړي

روئټرز - پاکستان کې د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر وایي چې روس به پاکستان ته په ارزانه بیعه خام تېل یا پټرولیم، پټرول، او ډیزل ورکړي. مصدق ملک دا خبره د ګل/دوشنبې په ورځ پس د هغه وکړه چې د یوې معاملې په سر خبرو دپاره د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و.

د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر مصدق ملک چې په اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وینا کوله، د روس له اړخه د ورکړل شوې ارزانه بیعې اندازه یې ښکاره نکړه او دا یې هم ونه ویل چې د تېلو دا درامدات به د هغه اعظمي بېعې (۶۰ ډالره هر بېرل) سره برابره وي کوم چې د جي-۷ هېوادونو او یورپي اتحاد په روسي تېلو لګولې ده.

د امریکا، جاپان، اسټرېلیا، او برطانیې ترڅنګ، یورپي اتحاد په دې اتفاق وکړ چې د روس سمندري تېل به هر بېرل د شپېتو ډالرو نه زیات نه اخېستل کیږي، ځکه د دې لارې دوی غواړي چې په اوکراین کې د روس د پوځي یرغل قوت راکم کړي.

ماسکو وایي هغه ملکونه چې د مغربي ملکونو د دې پرېکړې پیروي کوي، په هغو به روس خپل تېل خرڅ نه کړي.

پاکستان ته په ارزانه بیعه د تېلو د ورکولو په خبر باندې د روس د توانايۍ وزارت له اړخه کوم فوري بیان مخې ته ندی راغلی.

مصدق ملک پخپل کنفرنس کې وویل: "د هغو (روس) حکومت همدا شان پاکستان ته بلنه ورکړه چې د اېل اېن جي/قدرتي مایع ګېس د اخېستلو اوږدمهاله تړونونو دپاره دې مذاکرات پیل کړي." د ښاغلي ملک وینا وه چې پاکستان دمخه لا د روس خصوصي کمپنیو سره د اېل اېن جي د درامداتو په سر خبرې پیلې کړي دي.

د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر مصدق ملک د نوامبر په ۲۸مه نېټه د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و.

پاکستان د عالمي مارکېټونو نه د اېل اېن جي په اخېستو کې پاته راغلی دی، ځکه قیمت یې د پاکستان د وس نه پورته دی او د پخوا نه یې چې د څه ګېسو تړونونه کړي دي، هغه اوس کافي ندي.

اوس چې د پاکستان د ګېسو خپلې ذخیرې هم په کمېدو شوي دي، نو په دې ملک کې رهایشي کورونو او صنعتي صارفینو ته د ګېسو سپلائی هم کمه کړې ده.

د ځایي رسنیو په حواله، پاکستان کې د تېلو سپلائی هم کمزوره شوې ده، ځکه د درامداتو دپاره د خارجي کرنسۍ کمښت موجود دی.

د پاکستان د خارجي زر مبادلې اندازه اووه نیم ۷.۵ بلینه ډالرو ته راکوزه شوې او دا یې اېله د یوې میاشتې د درامداتو پیسې وي. د ملک جاري اېکاونټ ډېفېسټ هم ډېر شوی او دې سره پاکستان د خپلو قرضو د ادائیګي کې له بحران سره مخ شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په کوټه کې د امنیت په څارنه کې د پولیو د قطرو ورکولو کار روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00