شاته

هندي الاصله ریشي سوناک د بریتانیا راتلونکی صدراعظم کیږي  

د بریتانیا د محافظه کار ګوند دننه په انتخاباتي مبارزه کې له بریا وروسته، د بریتانیا د مالیې پخوانی وزیر ریشي سوناک به ډیر ژر د دغه هیواد صدراعظم شي.

سوناک، چې د هندي پلار او مور څخه زیږیدلی او د بریتانیا لومړنی رنګین پوسته صدراعظم به وي، د اقتصادي او سیاسي ستونزو ډک په خورا حساس وخت کې د چارو واګې ترلاسه کوي.

د بریتانیا د محافظه کار ګوند یو مقام ګراهام بریډي د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۴ مه (لړم ۲) وویل، سوناک وکړای شول چې د ۱۰۰ محافظه کارو وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي.

پیني مورډانټ، د ښاغلي سوناک سیال، د سلو محافظه کارو وکیلانو د اړین ملاتړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلی چې د ګوند مشرتابه او د صدراعظمۍ څوکۍ وګټي.

سوناک پداسې حال کې د بریتانیا د صدراعظمۍ څوکۍ ته تیاریږي چې لیز ترس د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د بریتانیا د صدرات د څوکۍ د ترلاسه کولو څخه پوره ۴۵ ورځې وروسته د محافظه کار ګوند دننه د اختلافاتو په نتیجه کې استعفا وکړه.

رشي سوناک ژمنه کړې وه چې که صدراعظم شي نو د حکومت په جوړولو کې به "ایمانداري، مسلکيتوب او حساب ورکونې" ته پام وکړي. په هرصورت، د انګلستان پاچا، دریم چارلس به له هغه څخه د حکومت جوړولو غوښتنه ونه کړي او له ترس څخه سوناک ته د واک لیږد به یوازې د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ ترسره شي.

د سوناک بریا له څو اړخونو تاریخي ده: هغه به د بریتانیا لومړنی صدراعظم وي چې د نسل منشا یې د جنوبي اسیا څخه ده، هغه به په وروستیو ۲۰۰ کلونو کې د بریتانیا لومړنی هندو او ځوان صدراعظم وي.

سوناک له لویو ننګونو سره مخ دی او باید یو ویشل شوی ګوند او بې روحیې محافظه کاران سره متحد کړي او همدارنګه د بریتانیا کړکیچن اقتصادي وضعیت ورغوي.

د محافظه کار ګوند داخلي سیاسي کړکیچ د دې لامل شوی چې حتی د هغه هیواد یو شمیر سیاستوال د وخت دمخه ټاکنو غوښتنه وکړي.

د برتانیا د پارلماني نظام له مخې د دغه هېواد راتلونکې ټاکنې باید د ۲۰۲۴ کال په پای کې تر سره شي، خو حکومت ددې واک لري چې مخکې له وخته ټاکنې ترسره کړي.