شاته

'چټل بم' څه شئ دی او روسیه ترې ولې اندیښنه لري؟

مسکو ادعا کړې، چې اوکراین د یو «چټل بم» په جوړولو بوخت دی او د روسیې پر ضد یې د کارولو لپاره چمتووالی نیسي.

خو پوښتنه دا ده چې ناوړه یا چټل بم څه شی دی او د کومې موخې لپاره کارول کېدی شي.

چټل بم په اصل کې یو دودیز بم دی چې لږ مقدار رادیو اکتیف، بیولوژیکي یا کیمیاوي مواد لري چې د چاودنې په وخت کې په سیمه کې خپریږي.

په دې ډول بم کې کله چې رادیو اکتیف مواد وکارول شي، دا د راډیو اکتیف موادو د خپریدو وسیله یا چټل بم بلل کیږي.

تر اوسه هیچا او په هیڅ ځای کې دا ډول بم نه دی چولی، خو داسې شکونه شته چې ښايي اورپکو د دا ډول بم جوړولو هڅه کړې وي.

په هرصورت، د چټل بمونو ویجاړونکی ځواک د اټومي یا هایدروجن بمونو په پرتله خورا لږ دی.

د اټومي یا هایدروجني بمونو تولید د یورانیمو د غني کولو وړتیا ته اړتیا لري، چې د نړۍ لږ هیوادونه ورته لاسرسی لري. مګر د چټل بم جوړول اسانه دي.

د چاودنې په صورت کې، دا بم یوه ټاکلې سیمه ککړوي او کیدای شي ژوي د مختلفو لارو څخه د راډیو اکتیف موادو د تنفس او یا د ککړو موادو د خوړلو په وجه مسموم شي.

د دې بمونو اصلي موخه د ډله ییزې وژنې پر ځای د خلکو تر منځ ګډوډي رامنځته کول دي.

د متحده ایالاتو د اټومي انضباطي کمیسون خپلواکه اداره وايي چې چټل بم د ډله ایزې تباهۍ وسیله نه بلکې د ډله ایزې ګډوډۍ وسیله ده، چیرې چې ککړتیا او اضطراب اصلي هدف دی. دا پدې معنی ده چې یوازې هغه خلک چې د دې بم چاودنې ځای ته نږدې وي سمدلاسه ناروغه کیږي.

د داسې ناروغیو د خپریدو لپاره د چټل بم نه په استفادې لږه اندازه راډیو اکټیف موادو ته اړتیا ده چې په روغتونونو، څیړنیزو دفترونو، صنعتي سیمو او نظامي تاسیساتو کې ترلاسه کیدای شي.

سره له دې چې تر اوسه په هیڅ ځای کې چټل بم نه دی چول شوی، ګومان کېږي چې په بروکسل کې د ۲۰۱۶ کال د تروریستي بریدونو عاملینو هڅه کوله چې یو چټل بم جوړ کړي.