شاته

په پاکستان کې د پېناډول کمپنۍ د دغو ګولو جوړول بند کړي

په پاکستان کې د تبې او دردونو دپاره استعمالېدونکو پېناډول نومې ګولو کمپنۍ "جي اېس کی" په وروستيو کې په يو بيان کې ويلي چې د زیات خرچ له امله ورته د دغو ګولو جوړول جاري ساتل ممکن نه دي او د ګولو جوړول یې بند کړی دی.

دوکانداران وايي په مارکيټ کې د يو ډبي پېناډول ګولو قيمت يو په درې سېوا شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د دوايانو د دوکاندارانو د اتحاديي مشر ارشد خان مومند وي او اې ډيوه ته وويل په مارکيټ کې د پېناډول قيمتونه سېوا شوي دي او په اسانه هم نه ترلاسه کيږي.

نوموړي وويل وړاندې به د يو ډبي ګولو قيمت 280 روپۍ وو اوس د يو ډبي قيمت 1000 روپو ته رسېدلی دی.

"کله نه چې د پېناډول ګولو د پېداوار بنديدو خبر راغلی په مارکېټ کې دا دوايي ورکه شوې ده، اوس په بلېک يا غېر قانونه لاره خرڅيږي، قيمت يې يو په درې سېوا شوی دی".

نوموړي زياته کړه دا ګولۍ د تبې او دردونو د پاره کارول کيږي، د کرونا وبا او اوس د ډينګې ناروغۍ په وخت يې خرڅ څو چنده زيات شوی وو.

نوموړي وويل د پېناډول ګولو په صوبه کې خرڅ روزانه د لکونو روپو په حساب وو، اوس د پېناډول پېدوارو بندېدو خبرونو سره په مارکېټ کې ټولې هغه دوايانې لا نورې ګرانې شوي دي چې د تبې او دردونو د پاره کارول کيږي.

کمپنۍ په ورستیو ورځو کې په خپل بيان کې ویلی، ځينې علتونه دي چې د پېنټاډول موجودګي يې اغېزمنه کړې ده چې پکې د دوايۍ جوړولو مهم جز پېراسيټامول په ځايي او نړيوال مارکيټ کې قيمتونه سېوا کېدل دي او زیاته کړې يې ده د زیاتو قيمتونو له امله د کمپنۍ دپاره ممکن نه ده چې د پېناډول پېداوار او سپلايي جاري وساتي او حکومت يې په دغه خبره خبر کړی دی.

په پاکستان کې د جون په مياشت کې په يوه اوونۍ کې د دوايانو قيمتونه 20 فيصده سېوا شوي وو، په دغو کې زياتې دوايانې د شوګر، کېنسر، د زړه د د ناروغو او دغسې نورې د ژوند بچ کوونکو دوايانو قيمتونه زيات شوي وو.

سجاد علي یو تن ډيوه ته وويل د پېناډول استعمال د دوي په کورونو کې په عامه توګه کيږي، د تبې، زکام او د بدن درد په وخت اول دوي د پېناډول استعمال کوي، که هغې سره روغ نه شي بيا ډاکټر له ځي.

"زمونږ 12 تنه کورنۍ ده زمونږ په کور کې څلور پينځه د پېناډول پلتې هر وخت موجودې وي، کله هم چې د چا څه بدني تکليف وي اول پېناډول استعمالوي که هغې سره ښه نه شي بيا ډاکټر ته ورځي".

د خېبرپښتونخوا د ډرګ ريګولېرټي يو چارواکي وي اوای ډيوه ته د غږ نه خپرولو په شرط وويل د قانون له مخې کمپني نه شي کولی چې په خپل سر د دوايي پېدوار بند کړي، که چرته د دوي د قيمتو زياتولو غوښتنه وي متعلقه محکمه به د هغې جاج اخلي او که د پېدوار قيمت زيات شوي وي بيا ورته ډرګ ريګوليرټې اتهارټي د قيمتونو زياتولو اجازت ورکړي او هم دغسې د پېدوار ودرولو د پاره به هم د متعلقه ادارې اجازت ضروري وي.

نوموړي وويل که د پېناډول پېدوار بند هم شي نو د 160 نه زياتې داسې دوايانې پاکستان کې موجودې دي چې د پېناډول په څېر د تبې او درونو د علاج د پاره کارول کېدی شي خو دوکانداران وايي د هغې قيمتونه هم سېوا شوي دي.

"جي اېس کی" هيله لري چې د پاکستان حکومت به د نازکو حالاتو نه په وتلو کې کامیاب شي او دغه کمپني به د پاکستان د ولس د غوره صحت دپاره خپل مصنوعات جاري وساتي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي]

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی