شاته

قانون پوهان دپنجاب اؤ وړو صوبو د وګړو مقدمو کې دعدلیې په توپیري چلند پوښتنې راولاړوي

په پاکستان کې د اعلا عدالتونو لخوا پنجاب صوبې سره تړاو لرونکو سياستمدارانو ته بيلا بيلو سنګينو مقدمو کې د رعايتونو ورکولو پريکړو ته غبرګون کې قانون پوهان او سياستمداران وايي غوره به دا وه چې عدليه هم دغه څير فعاليتونه د وړو صوبو د علي وزير، ادريس خټک او د بې درکه تنانو قضيو کي هم ښودلي وؤ.

دوي زياتوي د رياست مخالفو بيانيو قضيو کې هم عدالتونه د خپل پردي نه کار اخلي او په دى کيسونو کي هم يوازې د پنجاب ډوميسايل لرونکي د ضمانت حقداره ګڼلی شي.

د تيرې دوشنبې په ورځ اسلام اباد هايکوټ د غير مشروط معافۍ نه غوښتلو باوجود پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد عدالت د سپکاوي قضيه ختمه کړې وه.

هم تيره ورځ لاهور هايکورټ بينچ د عمران خان لویې سیاسي حريفې او د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ته د هغې دپاسپورټ دبيرته ورکولو پريکړه کړې او دهايکورټ بل بينچ د پنجاب صوبى اعلا وزير پرويز الهي زوي مونس الهي په ضد دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي اى لخوا درج د روپو دغير قانوني لېږد دقضيې ختمولو حکم ورکړى و.

د سپريم کوټ بار پخوانى صدر لطيف اپريدى ايډوکيټ هغه اکثريتي وکيلانو کې شامل دى چې ګڼي ددغو کېسونو د تفصيلي فيصلې مخې ته د راتللو نه وروسته ددې قانوني اړخونو باندې راېې ورکولى شي .

خو هغه وايي دا په ډاکه ده جې د پاکستان عدليه د طبقاتي ويش ښکار ده د زورورو مرستې کوي خو د علي وزير او ادريس خټک په څېر تنان د انصاف نه محرومه ساتي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې لطيف اپريدي وويل علي وزير د طاقتوره پوځ نه مغافي نه غواړي ځکه عدالتونو لخوا لا تر دې وخته د هغه قضيه نه فيصله کيږي.

نوموړي وويل ادريس خټک ته د شک په اساس پوځي عدالت ناجايزه د بند سزا اورولې ده او ورسره بې انصافي دا هم ده چې بيا هم د پوځ سر لښکر به د دریس خټک اپيل اوري او ددې رد کيدل قوي دي.

په دې وروستیو کې هم اسلام اباد هايکورټ پوځ کې دبغاوت راپارولو او رياستي ادارو په ضد دتقرير کولو په تور ګرفتار د عمران خات نزدى ملګرى شهباز ګل د ٣٦ ورځو له بنده وروسته په ضمانت خوشى کړى وخو هم ددغو دفعاتو په اساس دګرفتاره علي وزېر ضمانت دوه کاله نه زيات وخت اخستى و.

حکومتي اتحاد کې شامل دپيپلز ګوند یو مهم مشر فرحت الله بابر وايي داسې ښکاري چې عدليه د رياست مخالف بيانيو په قضيو کې هم يوازې د پنجاب ډومپسايل لرونکي د ضمانت حقداره ګڼي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې فرحت الله بابر وويل يو ملکي عدالت هم دا نوټس وانه خستو چې پوځي عدالت د کوم قانون لاندې يو سويلين ادريس خټک ته سزا اورولې ده؟

نوموړي زياته کړه عدليه د بشري حقونو دیوې بلې فعالې ګلالى اسمعيل دکورنۍ غړو ته تحفظ ورکولو او د بې درکه تنانو پيښو کې ککړ تنانو ته سزا اورولو کې هم پاتې راغلې ده.

د پاکستان پوځ د جبري بې درکیو پيښو کې دلاس لرنې، د سياستمدرانو په ضد روانو قضیو ، ملکي سيا سي شخړو او اعلا عدليه باندى فشار اوچولو کې د پوځ د ککړتيا تورونه بې اساسه بولي او دا ردوي.