شاته

په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته تللي

کیڼ اړخی سیاستوال او د برازیل پخوانی ولسمشر لویز انسایو لولا دېسلوا او ښي اړخی سیاستوال جایر بولسنارو، د برازیل د ولسمشرۍ هغه دوه مخکښه کاندیدان دي چې یو یې هم د تیرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی نشو.

لولا دېسلوا د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې څه باندې ۵۷ میلیونه رایې وګټلې خو د ټولو رایو د ۵۰ فیصدو په پوره کولو کې پاتې راغی. هغه ډاډ څرګند کړی دی چې په دوهم پړاو کې به ګټونکی وي.

جایر بولسنارو د یکشبنې په ټاکنو کې ۴۳ اعشاریه ۲ سلنه رایې وګټلې او د ټاکنو پایلې د هغه څه په پرتله چې په نظر سنجیو کې یې اټکل شوی و، د دواړو کاندیدانو تر منځ ډیرې نږدې وې. بولسنارو د سروې اخیستو د ادارو د وړاندوینو سخت منتقد دی.

هغه وویل: مونږ د درواغو پر وړاندې بریالي شو. د احصائیې ادارې ویلي و چې د ټاکنو د پایلو توپیر به د ۵۰ او ۳۰ فیصدو ترمنځ وي. مونږ مخ په وړاندې ځو او اوس هرڅه مساوي دي."

بولسنارو د لاتینې امریکا له ډیرو مشهورو ښي اړخو مشرانو څخه دی او په ټاکنو کې په حیرانونکي ډول وړاندې تللی دی. دوهم پړاو ته د ټاکنو د تللو ترڅنګ له هغه سره د متحدو لیبرال ګوندونو له سلو زیاتو غړو پارلمان ته لاره موندلې ده او د هغه ګوند یې په ډیرو ایالتونو په خاصه توګه ساو پاولو کې چې د برازیل تر ټولو شتمن او ډیر نفوس لرونکی ایالت دی، قوي کړی دی.

شاوخوا ۱۲۰ میلیونه برازیلیانو د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. ځینو رایه ورکوونکو وویل ځکه د بولسنارو ملاتړ کوي چې ویره لري په برازیل کې هم د وینزویلا په شان یو سوسیالست حکومت رامنځته نشي.

کارپوهان وايی لولا او بولسنارو به د رایې اچوونکو، په تېره د هغو رایه اچوونکو د رایې د ترلاسه کولو هڅه وکړي چې نورو کاندیدانو ته یې رایه ورکړېده.

لولا د خپل کمپاین پرمهال د نورو کاندیدانو د ملاتړ د جلبولو لپاره کار کړی دی او داسې نښې یې ترلاسه کړیدي چې منځلارې کاندیده سیمونه تیبت به، چې په ټاکنو کې یې درېیم مقام وګاټه، ورڅخه ملاتړ وکړي.

ټاکل شوېده چې دوهم ځل ټاکنې د اکتوبر په ۳۰مه نیټه ترسره شي.