شاته

د کریمیه د ښکلا ملکه د اوکراین د ملتپالنې د سندرې په ویلو جریمه شوې 

له اوکراین څخه په جلا کړې شوې ټاپوزمه کریمیه کې دوې ښځې، چې یوه یې د کریمیه د ښکلا ملکه ده، د اوکراین د ملتپالنې سندرې په ویلو او د روسیې ځواکونو په بې حرمتۍ تورنې او جریمه شوې دي.

اولګه والیوا، چې په ۲۰۲۲ کې د کریمیه د ملکې د ښکلا لقب یې وګاټه، له خپلې یوې ملګرې سره چې نوم یې خپور شوی نه دی، د اوکراین مشهوره سندره "Chervona Kalyna" ویلې ده. دا سندره د انستاګرام په سټوري کې خپره شوې وه چې ۲۴ ساعته وروسته په خپله ډیلیټ کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د کریمیه پولیس وايي چې والیوا یې ۴۰زره روبلز «۶۸۰ یورو» جریمه کړې او ملګرې یې په لسو ورځو زندان محکومه شوې ده.

د کریمیه د کورنیو چارو وزارت په خپل ټیلیګرام کې ویلي دي:« په انټرنټ کې یوه ویدیوه خپره شوې چې په کې دوې ښځې د افراطیانو د یو سازمان د جګړې سرود زمزمه کوي.»

وزارت وايي چې محکمې دا ښځې د روسیې ځواکونو د بدنامولو او نازي سمبولونه د ښکاره کولو په تور محکومې کړې دي. روسیه، چې دا مهال په اوکراین کې په جګړه بوخت ده، ادعا کوي چې د کیف ملي سمبولونه د نازيانو سمبولونو ته ورته دي.

د کریمیه پولیسو همدغه راز د دغو ښځو د بخښنې غوښتلو ویدیو هم خپره کړې ده چې مخونه یې ورته پټ کړي. یوه یې وایي: «زه نپوهېدم او نه وم خبره چې دا سندره د ملتپالنې اړخ لري او زه نغواړم چې د دغې سندرې په ویلو سره تبلیغات وکړم.»

والیوا تر دې مخکې په خپل انستاګرام کې ویلي وو چې هدف یې د«هیچا خپه کول» نه وو او «موږ یوازې د اوکراین یوه سندره وویله. موږ فکر کاوه چې دا یوه سندره ده چې موږ یې له پخوا اورو».

تېره میاشت سرګي اکسیونوف، چې د مسکو له لوري د کریمیا د ټاپوزمې مشر ټاکل شوی، خبرداری ورکړی و چې د دا ډول سندرو د ویوونکو په ضد به جدي اقدامات کېږي.

ښاغلي اکسیونوف د سپتمبر په میاشت کې په خپل ټیلیګرام کې په یوې ویدیو کې ویلي وو: «د ملتپالنې د دا ډول سندرو ویلو سره—په خاص ډول د ځانګړو پوځي عملیاتو په مهال—به سزا ویني هغه خلک چې دا کار کوي، د خاینانو په څېر اقدام کوي.»

روسیه په ۲۰۱۴ کې د کریمیه ټاپوزمه له اوکراین څخه جلا کړه چې لا نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دې پېژندلې. روسیې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او څو ورځې مخکې یې ځینې نورې سیمې یې هم مستقلې اعلان کړې.