شاته

اقتصاد پوهان د پاکستان د خزانې وزیر سره اتفاق نه کوي چې د ډالر اصل قيمت د 200 روپو نه کم دی

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ويلي د ډالر اصل قيمت د 200 روپو نه کم دی او په راتلونکي وخت کې به د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 200 روپو نه هم کمه کړي خو اقتصاد پوهان د نوموړي د دعوې سره اتفاق نه کوي او وايي د ډالر اصل قيمت د 215 نه تر 225 روپو پورې دی.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار دغه دعوه تيره شپه د پاکستان د جيو ټي وي سره په پروګرام کې د خبرو په مهال کړې ده.

پوهان وايي اسحاق ډار د دې نه مخکې هم ‌ډالر په مصنوعي توګه کنټرول ساتلی وو.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد دي خبرې ګنجایش نه لري چې ډالر د 200 روپو نه راکم کړی شي.

پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي د نهې/ سه شنبې په ورځ [څلورم اکتوبر] د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه يوه روپۍ او 84پېسې راکمه شوې ده او په انټر بېنک مارکیټ کې د يو ډالر پيعه 225 روپۍ او 45 پېسې وه.

تيره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې د ډالر بيعه 227 روپۍ او 29 پېسې ريکارډ کړی شوې وه، اتحاديه وايي د تېرې اوونۍ راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر قيمت 12 روپۍ 42 پېسې راکم شوی دی.

د اقتصادي چارو ماهر سجاد احمد وايي، هغه نه ګڼي چې ډالر به د 200 روپو نه راکم شي، په مارکيټ کې دا تشې اوازې دي چې د اسحاق ډار د راتګ سره به ډالر راکم شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "زما خيال دی دا وخت مارکيټ اصلي حالت ته روان دی او ډالر به د 215 نه تر 225 روپو ترمنځ وي او دا د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ اصل قيمت دی".

هغه زیاته کړه، تراوسه پورې پاکستان ته ملګرو هېوادونو او مالياتي ادارو هغه مالي مرستې نه دي ورکړي کومې چې يې د وړاندې نه منلي دي.

د نوموړي په وينا بله خبره دا ده چې نړيواله مالياتي اداره [ايي اېم اېف] هم د دې اجازه نه ورکوي چې ډالر په منصوعي توګه کنټرول وساتل شي او په مارکيټ کې مداخلت وکړی شي.

هغه وویل نړيوالې مالياتي ادارې هم د ډالر په مقابله کې د روپۍ قیمت 226 روپۍ اټکل کړی دی تر هغې د ډالر بيعه نه شي کمېدی څو پورې چې يو غټ رقم پاکستان ته نه وي راغلی.

بل اقتصاد پوهه طاهر امین وايي، په اسحاق ډار په تيرو وختونو کې هم داسې تورونه لګيدلي چې په کال 2018 کې يې ډالر په مصنوعي توګه کنټرول ساتلی او په مارکيټ کې يې 25اربه ډالر پرېښې وو او ډالر يې په دغه طريقه کنټرول کړی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د تحریک انصاف په حکومت کې هم په مارکيټ کې لاسوهنه کېده خو هغه کمه وه او بيا داسې ګنګوسي هم شتون لري چې اسحاق ډار اول مارکيټ د فشار لاندې راولي او بيا به په مارکيټ کې لاسوهنه کوي او مالیاتي اداره [ايي اېم اېف] هم دا مني چې په مارکيټ لاسوهنه کيږي.

خو اسحاق ډار ويلي هغه د ايي اېم اېف سره د خبرو او د مارکيټ په حساب د اوږدې مودې تجربه لري او د خپلې دعوې پوره کولو ژمنه يې کړې چې ملکي اقتصاد به ښه لوري ته بيايي.

د پاکستان د سټېټ بېنک ترمخه د 23 ستمبر 2022 پورې د پاکستان سره بهرنۍ زر مبادله ذخيره 13اربه او 76 کروړه ډالره وه خو د مرکزي بېنک سره غېر ملکي زر مبادله ذخيره اته اربه ډالره ته راکوزه شوې ده.

په وروستيو کې د مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] لخوا پاکستان ته په سختو شرطونو د پور پروګرام بحال کړی شوی دی چې پکې يو شرط دا هم دی چې پاکستانۍ روپۍ به په مارکيټ کې ازاده وي او په مصنوعي توګه به د ډالر د کنټرول کولو هڅه نه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​