شاته

بایډن د مظاهرو د ځپلو له کبله په ایران د فشارونو د زیاتولو خبرداری ورکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ایراني‌ مقاماتو ته خبرداری ورکړ چې د مظاهره کوونکو د ځپلو او له هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي له کبله به پرې «نور فشارونه» هم زیات کړي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «متحده ایالتونه به دا اونۍ د سوله ایزو مظاهرو کوونکو سره د خشونت په مرتکبینو باندې نور اضافي فشارونه راوړي. موږ به له ایراني‌ چارواکو سره حساب او کتاب او د ازادو مظاهرو لپاره د ایرانیانو د حق دفاع کول روان ساتو.»

نوموړي‌ ونه ویل چې په ایران باندې به څه ډول فشارونه زیاتوي. هغه زیاته کړه چې د مظاهره کوونکو د سختې ځپنې د راپورونو په اړه «ډېر اندېښمن» دی او واشنګټن «د ایران د ټولو اتباعو تر څنګ، چې نړۍ ته الهام بخښي، ولاړ دی.»

په ایران کې د بشري حقونو ډلې د ایران د مظاهرو ضد د پولیسو په چال چلند اندېښنه ښودلې ده. دوی وایي چې ایراني پولیسو د یکشنبې په ماښام د تهران د شریف پوهنتون د مظاهره کوونکو محصلینو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولي او زور زیاتی یې کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې مظاهره کوونکي د «ښځې، ژوند او ازادۍ» شعارونه ورکوي. دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ د «بې حجابۍ په تور د اخلاقي پولیسو له لوري‌ ونیول شوه او بیا په روغتون کې مړه» شوه.

د هغې له مړینې وروسته په ایران او له ایران څخه د باندې د ایران د رژیم په ضد او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مظاهرې روانې دي.

د راپورونو په اساس په دغو مظاهرو کې تر دې دمه شاوخوا ۹۰ تنه مړه شوي‌ او لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور ژوبل دي.

ایراني چارواکي‌ ادعا کوي چې د دغو مظاهرو تر شا د بهرنیو هېوادونو لاس دی. د ایران مقامات همدغه راز په امریکا تور لګوي چې د بشري حقونو په پلمه د تهران په ضد اقدامات کوي.

ولسمشر بایډن داسې مهال په ایراني چارواکو باندې د نورو فشارونو د زیاتولو خبره کوي چې دا هېواد لا هم د امریکا تر سختو اقتصادي‌ فشارونو لاندې دی. واشنګټن په ۲۰۱۸ کې له ایران سره د ۲۰۱۵ له اتومي تړون څخه ووت او د هغه وخت ولسمشر دونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په تړون کې خلاوې شته او تهران ته یې ګټه ډېره ده.

د دغه تړون په اساس، ایران به خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به یې پرې اقتصادي بندیزونه لګول کېږي. له تېرکال راهېسې د ښاغلي بایډن اداره هڅه کوي چې دا تړون بېرته احیا کړي، خو لا یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.