شاته

مسکو وایي ۲۰۰زره احتیاطي سرتیري یې پوځ ته جذب شوي دي 

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۱) وویل، له هغه وخت راهیسې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په ۲۱مه د روسیې د پوځ د احتیاط ځواکونو د جلبولو امر کړی، څه باندې ۲۰۰ زره کسان د روسیې په پوځ کې شامل شوي دي.

ښاغلي شویګو په یوه غونډه کې چې د تلویزیون له لارې خپریده وویل «تر نن پورې له ۲۰۰ زرو زیات کسان پوځ ته داخل شوي دي.»

د روسیې له خوا د احتیاط سرتیرو د جلب و جذب هدف په اوکراین کې د مسکو د ځواکونو پیاوړي کول دي چې په اوکراین کې د مسکو ځواکونو د یو لړ پوځي ماتو وروسته اعلان شوه.

کرملین دا جلب و جذب "جزوي" بللي او ویلي یې دي چې هدف یې د ۳۰۰زرو سرتیرو جلبول دي. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې جذب شوي کسان په "۸۰ روزنیزو ساحو او شپږ روزنیزو مرکزونو" کې روزل کیږي.

د مسکو دغه اقدام ددې سبب شوی چې زیات شمیر کسان چې عمر یې په پوځ کې جذب کیدو ته برابر نه دی له دې هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ته وتښتي.

قزاقستان د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه وویل چې په دوو اونیو کې له ۲۰۰زرو څخه زیات روسان دې هیواد ته تللي دي.

پوتین تیره اونۍ د وضعیت د ارامولو هڅه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د جلب او جذب د پروسې «ټولې غلطۍ سمې کړي».

شویګو د سه شنبې په ورځ د اردو او سمندري قوماندانانو څخه وغوښتل چې په پوځ کې نوي جذب شوي کسان "ژر تر ژره جګړې ته اماده کړي".

هغه په خپلو قوماندانانو غږ وکړ چې نوي جذب شوي کسان دې "د جنګي تجربې لرونکو افسرانو تر لارښوونې لاندې اضافي روزنه ترلاسه کړي".

هغه دا هم وویل چې نوي جذب شوي کسان «د روزنې او جنګي همغږۍ» وروسته د جګړې سیمو ته لیږل کیدای شي.

د روسیې د دفاع وزیر همداشان د اردو د استخدام په مرکزونو غږ کړی چې د «کوم معقول عذر او دلیل پرته» دې رضاکاران له استخدام څخه نه معاف کوي.