شاته

د انساني حقونو تنظیم وايي په ایران کې د حجاب په سر احتجاجونو کې 83 کسان وژل شوي

د ایراني پولس په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني د مرګ په سر په ایران کې شروع شویو احتجاجونو کې د انساني حقونو یو تنظیم ویلي 83 کسان وژل شوي دي.

مېرمن امیني چې په قام کرد وه، د سېپټمبر د میاشت په 16 نېټه د پولیس په ولکه کې مړه شوي ده. هغه پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې په مناست ډول نه و اغوستی.

د امیني د مرګ نه پس د ایران او د ایران نه بهر په ګڼ شمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي.

د ایران حکومتي مطبوعاتو په ملک کې د احتجاجونو په مهال د 40 نه زیاتو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړي وو.

خو په ناروی کې مېشت د ایران هیومن رایټس نومې تنظیم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل "د ایران په احتجاجونو کې د 83 کسانو د وژل کېدو تصدیق شوی دی."

او هم په ناروی کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سر ښار اوسلو کې ګڼ شمېر کسانو د ایران سفارتخانې ته د ورننوتلو په کوښښونو کې د پولیس سره نښتې وکړې.

په ایران کې د مهسا امیني د مرګ په سر احتجاج کونکو په اوسلو کې پولیس په کاڼو وويشتل او پولیس وویل 90 کسان په حراست کې اخیستل شوي دي.

د ای پي خبري ادارې د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر کسان په اوسلو کې د ایران د سفارتخانې نه بهر جمع شوي وو، ځینو نعرې کولې او ځینو کرد بېرغونه نیولي وو.

د ناروی پولیس وویل په اوسلو کې ځینې احتجاج کونکو د تشدد رویه کوله.

د امیني د مرګ وروسته د ایران د ګڼ شمېر ښارونو تر څنګ په کابل او د دنیا په ځینو نورو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي.

د افغانستان په سر ښار کابل کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ښځو یوې ډلې په ایران کې د هغو مظاهرو په ملاتړ کې یوه مظاهره کوله چې طالبانو چارواکو یې په زور مخه ونیوله.

په کابل کې عیني شاهدانو ویلي چې شاوخوا 30 ښځینه فعالانې د ایران د سفارت مخې ته راټولې شوې وې چې د ایران د مظاهرو پر مهال یې د «ښځې، ژوند، ازادۍ» شعارونه ورکول. دوی بینرونه هم نیولي وو چې پکې لیکل شوي وو "ایران راپورته شوی. اوس زموږ وار دی!" او "له کابل څخه ایران ته وایو چې امریت نه منو!"

طالبانو امنیتي ځواکونو د لاریون د تیت وپرک کولو لپاره په هوا کې ډزې وکړې او بینرونه یې ترې واخستل. د لاریون تنظیم کونکو وروسته وویل چې مظاهره د ایران له خلکو او په افغانستان کې له ښځو سره د "ملاتړ او پیوستون" ښودلو لپاره جوړه شوې وه.

د ایران پولیس ویلي امیني د زړه د دورې نه مړه شوي ده خو د هغې کورنۍ د پولیس په وېنا شک کوي.

د ایران صدر ابراهیم رييسي ویلي د امیني د مرګ تحقیقات به کولی شي چې نتېجې به په اینده څو ورځو کې مخې ته راشي. د امیني د مرګ په سر د احتجاجونو په اړه ایراني صدر د ایران یو سرکاري ټېلې وژن ته وویل چې د امیني مرګ هرڅوک غمجن کړي دي نو په ملک کې به انتشار نه زغمي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، په ایران کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم احتجاجونو دوام لرلو.

د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ایران صدر ابراهیم رييسي ویلي مغربي ملکونه یې په ملک کې اړي ګړي د لمن وهي
د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ایران صدر ابراهیم رييسي ویلي مغربي ملکونه یې په ملک کې اړي ګړي د لمن وهي

د انساني حقونو نړیوالو ادارو په ایران کې د مظاره چیانو په ضد د امینتي ځواکونو د ګامونو غندنه کړې ده. روېټرز په خپل رپورټ کې وویل د امنیتي ځواکونو د سختو اقداماتو باوجود په ټوېټر شریک کړی شویو وډیوګانو کې لېدل کېږي چې په تهران، قم، رشت، سننداج، مسجد سلیمان او په نورو ښارونو کې احتجاج کونکي د ایران د مذهبي اسټېپلشمنټ د ړنګېدو غوښتنې کوي.

سرکاري ټېلې وژن ویلي پولیس ګڼ شمېر کسان نیولي دي خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی. د جرمني خارجه وزیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د امیني د مرګ وروسته غواړي چې یورپين یونین په ایران پابندۍ ولګوي.

د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ایران صدر ابراهیم رييسي ویلي مغربي ملکونه یې په ملک کې اړي ګړي د لمن وهي.

په سرکاري ټېلې وژن وېنا کې امیني وویل "دښمنان" د تېرو 43 کلونو راهسې د ایران په ضد "غلطۍ" کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي