شاته

چارواکي وایي سېلابونو کې زیانمن شوی دمنډا هیډ ورکس به دوؤ هفتو کې بحالوي

د خېبر پښتونخوا د اوبه خور محکمه وايي په سېلابونو کې زیانمن شوی د منډا هیډ ورکس به په پينځلسو ورځو کې بیا بحالوي .

زميندار وايي د دوي فصلونه د سيلاب اوبو خراب کړي دي او اوس يې د اوبه خور دنظام دخرابوالي له امله فصلونه نور هم اغېزمن کيږي.

د خېبر پښتونخوا د اوبه خور وزير ارشد ايوب يو بيان کې ويلي زميندارو ته په اوبه خور کې ورپېښې مسلې به هواروي، په منډا هیډ ورکس به د بيا رغونې کار دوؤ اوونیو کې سر ته رسيږي۔

منډا هېډ ورکس د مومند ډيم نه پينځه کلو ميټره رالاندې جوړ دی، ددې نه دوه نهرونه وتلي دي چې يو د شبقدر،او بل د تنګي چارسدې نه تر مردان پورې نزدې يو لک اويا زره ايکړه پوري زمکې ته اوبه ورکوي۔

د اوبه خور دا نظام په 1921م کې جوړ کړی شوی و.

د کال 2010م په سېلابونو کې هم د منډې پل اوبو وړی و او د اوبه خور نظام ترې متاثره شوی و۔

د تنګي تنحصيل ناظم فېاض سلار ډيوه ته وويل د اوبه خور نظام د خرابېدو مسله کې ورته څو ځله زميندار راغلې او ورته يې ويلي چې ولاړ فصلونه يې د اوبو د کمې له عمله خرابيږي۔ "زمونږ د ګنو فصلونه ولاړ دي، د ميوؤ باغونه دي، د جوارو فصل دی او دغسې سبزيانې ولاړې دي خو په نهر کې اوبه کمې راځي او د دوي فصلونو ته په پوره توګه نه رسيږي."

د چارسدې د اوبه خور محکمې چارواکو دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وويل، سېلاب د اوبه خور نظام خراب کړی دی په نهرونو کې اوبه کمې شوې دي دوي اوس يو هفته يو علاقې ته او دويمه هفته بلې علاقې ته اوبه ورکوي.

د چارواکو په وینا دحکومتي اعلان سره سم به هڅه کوي چې دغه نظام بحال شي،خو دا به په عارضي توګه د اوبو رابندولو د پاره وي چې نهرونو کې د اوبو مقدار پوره کړي .

چارواکو وويل د وړل شوي پل بيا جوړول به ډير وخت وغواړي۔

دخېبر پښتونخوا د زميندارو د اتحاديې مشر نعمت شاه وايي دسېلاب له امله فصلونه خراب شوي دي، او اوس د اوبو د کمي له عمله نور هم اغېزمن کيږي۔ "د سېلاب له عمله ډير فصلونه خراب شوي دي، او اوس د اوبو د کم کموالي له عمله پاتې ولاړ فصلونه اغېزمن کيږي، دا وخت زميندار نوي فصلونه هم کري خو د اوبو د کمي سره مخ دي"

دخېبر پښتونخوا د اوبه خور د محکمې د وېب پاڼې ترمخه په صوبه کې درې زره او اووه سوه کلوميټره اوږده د اوبه خور نهرونه دي،نهه سوه او دوه شپيته ټيوب ويلونه دي، او دغسې نولس د اوبو ذخيره کولو ډيمونه دي، خو تر ټولو زيات نقصان د منډا هيډ ورکس نه د اوبه خور نظام ته رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی