شاته

څېړونکي:افغانستان کې دداعش خراسان شتون دسیمې هیوادونو لپاره ګواښ دی

څېړونکي وايي په افغانستان کې د داعش خراسان شتون د پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش ترڅنګ د روس او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره هم ګواښ جوړ شوی دی.

دوي وايي بايد د يادې وسله والې ډلې د مخنيوي لپاره دسیمې هېوادونه يوه جامع تګلاره خپله کړي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي يوه اندېښه دا هم شته چې هغه خلک چې مخکې یې دايسټ ترکستان موومنټ د لاندې کار کولو په هغو کې زياتره جنګيالي داعش ته تللي دي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل " مطلب دا دی چې مخکې که د داعش خراسان توجو د هند طرف ته وه، يا د هند سره نورو ملکونو اړخ ته وه يا پاکستان اړخ ته وه خو اوس مونږه ته دا لګي چې د ايسټ ترکستان موومنټ زور څومره په نورو تنظيمونو کې راځي خاصکر داعش خراسان کې، د دوی توجو به زياتره په روس او د منځنۍ اسيا په هیوادونو وي"

داعش خراسان په کابل کې د روس دسفارتخانې مخې ته د ځانمرګې بريد مسؤليت منلی و، د سپتمبر په 5مه رامنځ ته شوې دغه پېښه کې د سفارتخانې دوه مامورین وژل شوي وؤ.

د روس يو پوځي کمانډر اناتولي سيدرف د روانې مياشتې په 15مه ويلي چې د اسلامي دولت خواوشا 400 غړي د ترهګريزو فعاليتونو ترسره کولو په هدف د افغانستان شمالي سېمو ته استول شوي دي۔

سيد عرفان اشرف وايي که د روس خلاف بريدونه کېږي يا د روس تشويش په دې اړه سېوا کېږي نو بيا به روس هم داسې ګامونه پورته کوي چې هغه ايسټ ترکستان موومنټ په افغانستان کې يو هدف وګڼي او يقيناً دا به په افغانستان کې د طالبانو لپاره يوه لویې خطره وي۔

د اګست په 11مه د کابل په يوه ديني مدرسه کې د طالبانو يو پلوي او د داعش مخالف عالم شېخ رحيم الله حقاني په ځانمرګي بريد کې ووژل شو، وروسته بيا ددغه بريد ذمه واري داعش خراسان ومنله۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید خان وي او ای ډيوه ته وايي په منطقه کې د داعش خراسان د مخنيوي لپاره بايد ګاونډي هېوادونه په ګډه يوه تګلاره خپله کړي۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د خورشيد خان وېنا وه" شنګهايي تعاون داسې تنظيم دی چې په هغې کي داسې فورم موجود دی او داسې خبرې پکې کېږي چې هلته دا ملکونه خپل وسايل راجمع کړي او دې ځای يا منطقه کې چې کومې د ترهګرو شبکې دي کوم چې د بهر نه راغلي دي خاصکر داعش چې د دې ټولو ملکونو مشترکه دښمن دی نو ماته ښکاري دا چې دا يوه موزون لاره ده چې دوی په مشترکه توګه يې مخه ونيسي"

هغه وايي په داسې توګه دداعش خراسان وهل اسان دي او که دوی چرې ځان ځانله اقدامات کوي هغه به ګرانه وي چې د داعش مخه ونيسي۔

د امریکا او نورو ملکونو د استخباراتي ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د داعش خراسان د غړو تعداد د 4000 نه سېوا شوی دی۔

خو په دې وروستيو کې د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړې نورو هېوادونو لپاره د خطرې سوب نه شي ګرځېدلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.