شاته

د امریکا سنا د اوکراین لپاره ۱۲میلیارد ډالر نوې مرسته تصویب کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې۷) له اوکراین سره ۱۲ میلیارد ډالر نوې اقتصادي او پوځي مرسته تصویب او منظور کړه.

دا مرسته چې د دواړو جمهوریت غوښتونکو او دموکراتانو استازو تصویب کړه، درې میلیارد به یې د وسلو د تجهیز او اوکراین د ځواکونو په معاشونو لګول کېږي.

د سنا د دغې پرېکړې په اساس ولسمشر بایډن ته دا صلاحیت هم ورکړل شوی چې د امریکا د دفاع وزارت ته لارښوونه وکړي چې د ۳.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د خپلو وسلو او مهماتو څخه واخلي او اوکراین ته یې واستوي.

همدغه راز په دغو مرستو کې به یې ۴.۵ میلیارد یې له اوکراین سره همکاري وکړي چې په مالي لحاظ ثابت پاتې شي، حکومتي چارې یې روانې وې او خلکو ته عامه خدمتونه ورسول شي.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر وویل: « د اوکراین د جګړې له پیل څخه اووه میاشتې کېږي او دا ښکاره ده چې د امریکا همکاریو د اوکراین له خلکو سره مرسته وکړه چې د پوتین د شيطاني او شریر یرغل په وړاندې مقاومت وکړي.» هغه وویل چې د اوکراین جګړه لا ختمه نه ده او «موږ باید د اوکراین د زړورو او وېښو خلکو سره مرستې روانې» وساتو.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې له کیف سره د امریکا د مرستو اندازه ۱۶.۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

له اوکراین سره د امریکا دا مرستې د متحدو ایالتونو د فدرال د کلنۍ بودیجې د د لنډ مهاله تمدید برخه ده چې ټاکل شوې د سپتمبر په ۳۰ نېټه په کالي مالي کې پای ته ورسېږي.

د بودیجې په دې تمدید کېدو سره به د روان کال تر ډسمبر پورې د امریکا د حکومت کارونه روان وساتي خو اوس یې باید د استازو خونه تر دوشنبې پورې تصویب کړي چې د حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو مخه ونیول شي.

د امریکا سنا داسې مهال دا مرسته تصویبوي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ روسیه د اوکراین څخه څلور نیول شوې سیمې له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. د اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو دونیتڅک، زاپوریژیا، خرسون او لوهانسک کې روسي پلوه مقاماتو ټولپوښتنه کړې ده او وايي چې خلک غواړي له روسیې سره یو ځای شي.

خو د اوکراین ولسمشر دا ټولپوښتنه مسخره بللې ده او اوکرایني مقامات وايي هغو خلکو ته به سزا ورکول کېږي چې دا ټولپوښتنې یې تنظیم کړې دي.

اروپايي ټولنه او امریکا دا ټولپوښتې غیر قانون او نا مشروع بللې او ویلي دي چې په تنظیموونکو به یې نوې بندیزونه لګوي. امریکا هم په روسیې باندې د نویو بندیزونو لګولو ته چمتوالی نیسي.