شاته

روسیې د اوکراین دوې 'نورې نیول شوې سیمې په رسمیت' وپېژندلې

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ولسمشر ولادمیرپوتین د اوکراین د دوو نیول شویو سیمو زاپورېژیا او خرسون خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې۷) په یو فرمان کې وویل: «ما د زاپورېژیا او خرسون د دولت د حاکمیت او خپلواکۍ د پېژندلو امر صادر کړ». تر دې مخکې روسیېی د فبرورۍ په ۲۱ نېټه، په اوکراین باندې له یرغل وروسته، د اوکراین دونیتڅک او لوهانسک، چې له بیلتون غوښتونکو سره وو، هم د مستقلو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلي وو.

مسکو وايي چې په کرملین کې به د لویو مراسمو په ترڅ کې له اوکراین څخه دا څلور نیول شوې سیمې بیلې اعلان کړل شي. د کرملین ویاند دمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د دغو سیمو بیلتون به په غونډه کې رسمي شي او پوتین به یې په اړه وینا وکړي.

د روسیې ولسمشر د دغو سیمو د دفاع لپاره د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی و، خو بیا هم دغه ګواښ د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه ونشوه نیولای چې د دونیڅک تر دروازې د لامن ښارګوټي پورې رسېدلي او له سیمې څخه یې د روسیې ځواکونه شړلي دي.

روسیې په دغو سیمو کې د خپلې خوښې ملاتړي مشران ګمارلي او دا مشران د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې سره راغونډ شوي. دوی ادعا کوي چې په ټولپوښتنو کې د دغو سیمو اوسېدونکيو په لوی اکثریت سره له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره رایه ورکړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس کیف او لویدیځ دا ټولپوښتنې غندلې او هغه یې ناقانونه، تقلبي او باطلې بللې دي.

اوکراین وايي د لویدیځ ښه ځواب به دا وي چې په روسیې باندې نور بندیزونه ولګوي او د اوکراین ځواکونه ښه مجهز کړي چې سیمې بېرته ونیسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ وویل: «متحده ایالتونه به هېڅکله، هېڅکله، هېڅکله د اوکراین په مستقلو سیمو باندې د روسیې [د مالکیت] ادعاوې ونه مني.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش هم ددغو سیمو د بیلولو پلانونه رد کړي، هغه یې غندلې او «خطرناک کړکیچ» یې بللی چې په خبره یې «په معاصرې نړۍ کې ورته ځای» نشته. نوموړي ویلي دي چې «دا باید ونه منل» شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو سنا له اوکراین سره ۱۲ میلیارد ډالر نوې اقتصادي او پوځي مرسته تصویب کړه.

د دغو مرستو درې میلیارد به یې د وسلو د تجهیز او اوکراین د ځواکونو په معاشونو لګول کېږي.

د سنا د دغې پرېکړې په اساس ولسمشر بایډن ته دا صلاحیت هم ورکړل شوی چې د امریکا د دفاع وزارت ته لارښوونه وکړي چې د ۳.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د خپلو وسلو او مهماتو څخه واخلي او اوکراین ته یې واستوي.

همدغه راز په دغو مرستو کې به یې ۴.۵ میلیارد یې له اوکراین سره همکاري وکړي چې په مالي لحاظ ثابت پاتې شي، حکومتي چارې یې روانې وې او خلکو ته عامه خدمتونه ورسول شي.