شاته

د کابل ښار په دشت برچې کې په 'یو تعلیمي مرکز کې چاودنه' شوې

له کابل څخه راپورونه وايي چې نن د جمعې په سهار سپتمبر ۳۰ (تله۸) د کابل ښار د دشت برچې په سیمه کې چاودنه شوې ده.

راپورونه وايي چې چاودنه په یو تعلیمي مرکز کې شوې ده.

ویل کېږي چې چاودنه هغه مهال شوې ده چې په دغه تعلیمي مرکز کې د کانګور د امادګۍ ازمایښتي ازموینه اخیستل کېده.

تر دې دمه د دغې چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی خو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې ځینې زخمیان روغتونونو ته انتقالېږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو لا دې په دې اړه څه نه دي ویلي. د کابل د دشت برچې د سیمې اکثریت اوسېدونکي هزاه افغانان دي.

ترې دې مخکې هم په دغې سیمې کې ځینې چاودنې شوې وې او د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ راهېسې، چې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شوي دي، د داعش ډلې په هزاره افغانانو باندې د لږ تر لږه ۱۳ بریدونو مسئولیت منلی دی او په دریو کې نورو کې دخیله ګڼل شوې ده.

د دې خبر جزیات وروسته خپرېږي