BBC
 شاته

د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت

Image copyright Getty
Image caption په خان تور و چې له اوو نورو کسانو سره یو ځای يې یوه هوسۍ او دوه ساتل شوې غرنۍ وزې په ۱۹۹۸ کې په راجستان کې وژلې دي.

په هند کې یوې محکمې د باليووډ سينما ستوری سلمان خان دوه لسیزې وړاندې د څاریو ویشتلو او وژلو قضیه کې سپین خېژولی دی.

په خان تور و چې له اوو نورو کسانو سره یو ځای يې یوه هوسۍ او دوه ساتل شوې غرنۍ وزې په ۱۹۹۸ کې په راجستان کې وژلې دي.

پنځوس کلن خان د باليووډ له مشهورو ستوريو څخه دی چې په څه باندې ۸۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

خان تېره مياشت هغه مهال شور او زوږ پورته کړ چې خبريالانو ته يې وویل چې د هغه په وروستي باليووډ فلم کار دومره ستړی کوونکی دی لکه د جنسي تېري د قرباني ښځې احساس.

د ښکار چکر

دغه ستوری د يوې ټيټ پوړې محکمې له حکم سره مخ شو چې هغه يې د ناقانونه ښکار د دوه قضيو له امله په ترتيب سره په يوه او پنځه کلونو بند محکوم کړ.

د سترې محکمې قاضي نیرمالجيت کوور په دواړو قضيو کې پاک وباله او حکم يې ورکړ چې له څارويو څخه موندل شوې مرمۍ د هغه له ټوپک څخه ندي ويشتل شوې.

د دغه ستوري مدافع وکيل هستيمال ساراوسات ان ډي تلويزيوني شبکې ته وویل ویلي "د سترې محکمې محترم مقام د څارنوالۍ له اسنادو سره په دواړو قضيو کې موافق نه دی. بې له شکه دا ښه خبره ده چې یو بې ګناه کس عدالت تر لاسه کوي."

دا ستوری د حکم د صدور پر مهال حاضر نه و.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې د ښکار د چکر پرمهال د دوه تورو غرنيو ووزو په وژلو ګرم پېژندل شوی و.

اصل قضيه د ځايي بيشنوی ټولنې لخوا ثبت شوې؛ دا خلک د تورو غرنيو ووزو درناوی او لمانځنه کوي.

تېر کال هم خان د موټرچلونې پر مهال د يوه بې کوره کس په موټر د وهلو او وژلو له تور څخه تبرئه اخيستې وه.

حکومت د نوموړي برأت ذمه په ستره محکمه کې ننګولې وه.