شاته

افغانستان سره په پوله نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د افغانستان سره په پوله د ترهګرو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوي او ترهګرو ته هم تاوان اړول شوی دی.

د پاکستان پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] ويلي، د کرمې په خرلاچي سيمه کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو په امنيتي ځواکونو ډزې کړي او پوځ ورته په کلکه ځواب ويلی دی.

پوځ ویلي په نښته کې درې پوځي سرتيري د کرک سره تعلق لرونکی نايک محمد رحمان، د خېبرجمرود سره تعلق لرونکی نايک مويض خان او د ملاکنډ سره تعلق لرونکی سپاهي عرفان الله وژل شوي دي.

پوځ ویلي ترهګرو ته هم په غټه کچه تاوان اړول شوی دی، خو د دغه تاوان کوم تفصيل نه دی ويل شوی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې او ویلي يې دي درې پوځيان هغه وخت وژل شوي چې پوځ د وسله والو لاره نيولې او د وسلې اېښودو يې ورته ویلي دي.

د پاکستان پوځ ويلي په سختۍ سره غندنه کوي چې ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالوي او پاکستان د افغانستان د حکومت نه تمه ساتي په راتلونکې کې به د نورو دغه ډول هلو ځلو اجازه ور نه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله او د بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري د افغانستان څخه په پوله د ترهګر بريد په کلکه غندلی او د افغانستان د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په پوله د ترهګرۍ مخنیوي وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سمدستي ډول د دغه پېښې په اړه څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت او له هغې وړاندې د اشرف غني حکومت تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان پوځ د فرورۍ په لومړو کې د افغانستان لوري نه په کرمه کې د ترهګر بريد دعوه کړې، د طالبانو د حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب دغه دعوه رد کړې وه.

پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې تل داسې تور لګولي وو پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په پوځ د دغه بريد زمه واري په داسې حال کې منلې چې د مې د میاشتې نه ټي ټي پي ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال تر نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده.

تر دې دمه نه د پاکستان پوځ او نه ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو په اړه په رسمي ډول څه ويلي دي.

خو د روانې میاشتې ستمبر د دوېمې نېټې راهسې ټي ټي پي د پاکستان په پوځ، پوليسو او تیره ورځ په سوات کې د امن کمېټۍ په يو مشر د بريد زمه واري منلې ده.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په سوات کې د ځايي امن لښکر مشر ادريس خان، دوه پولیس او دوه عام کسان د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د سوات ضلعې پولیس مشر، ډي پي او، زاهد مروت مطبوعاتو ته د پېښې تصدیق کړی دی.

ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې او ویلي يې دي ادريس خان د امن کمېټۍ په نوم د طالبانو د مخالفه لښکر مشري کوله او هغه نزدې د 13 کالو نه طالبانو ته مطلوب وو.

پرون په سوات کې د يوې موبايل کمپنۍ د اووه کار کوونکو د تښتولو او تيره شپه ناوخته په کوهاټ کې د پوليسو په چوکۍ د لاسي بم خبرونه هم مخې ته راغلي خود دغو پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​