شاته

طالبان او د مقاومت جبهه پنجشیر کې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي

د طالبانو اسلامي امارات او د ملي مقاومت جبهې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) ادعا وکړه چې په پنجشیر ولایت کې یې د جګړو پرمهال یو بل ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د پنجشیر په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې یې د مقاومت جبهې د غړو په وړاندې تصفیوي عملیات کړي او د هغوی یو شمیر مهم غړي‌ یې وژلي دي.

هغه زیاته کړې په دې عملیاتو کې:" د دریو قومندانانو فهیم کوماندو، جواد، محمد یار او قومندان ملک خان په ګډون ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور ژوندي نیول شوي دي او وسلې یې اخیستل شوی دي."

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دغو کسانو غوښتل د خلکو امنیت خراب کړي.

بلخوا د ملي مقاومت د جبهې ویاند صبغت الله احمدي بیا ادعا کړېده چې د هغوی ځواکونو د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ په پنجشیر کې د طالبانو د خاصو قطعاتو او عمري ‌او بدري ځواکونو ۳۲ غړي وژلي دي.

احمدي زیاته کړې:" جنایت کاره طالبانو د ټولو اسلامي او انساني او د ژنیف کنوانسیون د موازینو خلاف "جنګي اسیرانو سره د رفتار په اړه" اته تنه سرلوړي آزادي غوښتونکي له اسارت وروسته، په ډزو ویشتلي او شهیدان کړي یې دي."

د ملي مقاومت د جبهې ویاند صبغت الله احمدي ادعا کړې ده چې طالبانو په پنجشیر کې یووار بیا په جنګي جنایاتو لاس پوري کړی دی.

اما د طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلي دي چې د مقاومت د جبهې غړي یې د جګړې په ډګر کې وژلي دي، هغوی له غرونو راښکته شوي وو او د طالبانو پر پوستو یې بریدونه کړي وو.

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې ښکاره کوي یو شمیر کسان چې ویل کیږي د مقاومت د جبهې غړي دي او لاسونه یې شاته تړل شوي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

په دې ویډیو ګانو کې همدارنګه یو شمیر جسدونه چې ویل کیږي د مقاومت د جبهي غړي دي لیدل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي دا د مقاومت د جبهې د هغو غړو اړوند جسدونه دي چې د طالبانو له خوا نیول شوي وو. خو امریکا غږ ونشوای کړای چې ددغو ویډیوګانو او ادعاوو صحت تائید کړي.

د جګړو دوام ته غبرګونونه

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال نذیر احمدزي امریکا غږ ته وویل چې جګړه د حل لار نده ځکه افغانانو ډیر جنګونه لیدلي دي او نتیجه یې یوازې ویجاړی ده.

نوموړي له دواړو لورو په خاص ډول له طالبانو چې اوس پر افغانستان واکمن دي وغوښتل چې خپله غیږ خلاصه کړي او داسې همه شموله حکومت رامنځ ته کړي چې ټول افغانان او اقوام ځانونه پکې وویني.

ښاغلي احمدزي وویل:" زما په آند جګړه په اوسني وخت کې د دواړو طرفونو په خیر نده ځکه نه د مقاومت جبهه کولی شي په آسانۍ سره هغه موقف ترلاسه کړي او نه هم طالبان کولی شي په هغه ډول چې روان دي ، پر مخ ولاړ شي."

افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او دا وضعیت «د استبداد په لوري» روان دی.

ښاغلي بنست زیاته کړه: «د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي شاتګ، په مخالفانو او منتقدانو باندې غچ اخیستونکي بریدونه او د بیان د ازادۍ ځپل د استبداد په لوري نزول دی

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) یادو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل: "دا چې د ملګروملتونو له آدرسه بې مسئولیته، عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د ا.ا په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو. ملګري ملتونه باید د ټولې نړۍ د انسانانو عقایدو، نظرونو او باورونو ته درناوی ولري او د مشخصو هېوادونو د مزاج سره برابر موقف ونه نیسي."