شاته

ګوتیریش: نړۍ خطر کې ده او په وړاندې یې مبارزه یووالی غواړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ملګرو ملتونو د ۷۷ سرمشریزې په پیل کې "په خطر کې نړۍ" سره مقابلې لپاره د یووالي او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ګوتیریش نښتو، اقلیمي بدلونونو، د نړۍ مات مالي سیستم، وزګارۍ، نابرابرۍ، لوږې او ویشتلي حالت ته په اشارې سره وویل "موږ د سولې د پر مخ بیولو، بشري حقونو او پایداره پراختیا لپاره په خپل ټول کار کې 'خطر سره مخې نړۍ' سره مخ یو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې مخکې زیاته کړه چې د مشترکو ننګونو په وړاندې مبارزه دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري او هغوی ددې سازمان ژمنه او پراخ قوت ښکاره کوي.

ټاکل شوېده راتلونکې اوونۍ د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه د لس ګونو هیوادونو او دولتونو مشران د ملګرو ملتونو په ۷۷ سرمشریزه کې وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمشریزه په داسې حال کې راتلونکې اوونۍ پیلیږي چې ټاکل شوېده د بریټانیا پخوانۍ ملکه الیزابت دویمه راتلونکې دوشنبې خاورو ته وسپارل شي.

تر اوسه د ملکې د تدفین په مهال ویش کې تغیر ندی راغلی او په دې سره به د نړۍ اکثریت مشران په یادو مراسمو کې برخه واخلي او دا کار د راتلونکې اوونۍ د اقداماتو په اړه ابهامات رامنځ ته کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمشریز په ترځ کې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د تعلیم په اړه غونډه پلان شوې او د نړۍ شاوخوا ۹۰ مشرانو له وړاندې پکې خپل ګډون تائید کړی دی.

د ګوتیریش ویاند ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د ملکې د تدفین په مراسمو کې ګډون ونکړي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري‌ آژانس له موادو کار اخیستل شوی