شاته

رپورټ: د امریکې انصاف وزارت د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د پلویانو په اړه تحقیقات پراخ کړي

د امریکي نیویارک ټایمز اخبار په خپل یو رپورټ کې ویلي د امریکي انصاف وزارت د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د پلویانو په اړه تحقیقات پراخ کړي چې کوښښونه يې کول چې د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه بدله کړي.

د رپورټ ترمخه د پخواني صدر او د هغه د پلویانو د مبینه کوښښونو په اړه معلومات ترلاسه کولو دپاره د تېرې یوې نه زیات وخت کې ۴۰ سپيناز یا عدالت احکامات جاري کړی شوي دي.

د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب کې ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ نه صدارت د دویمې دورې دپاره امیدوار و خو د ډېموکرېټک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن ورته ماتی ورکړو.

ټرمپ په انتخاب کې د درغلۍ دعوه کوله او ماتی يې نه منلو خو حکومتي مامورینو دا خبره رد کړې چې په ټاکنو کې ټګي شوې.

نیویارک ټایمز وايي د ټرمپ کومو پلویانو ته چې د معلوماتو اخیستلو دپاره احکامات یا سپیناز جاري کړی شوي دې پکې د سوشل میډیا دپاره د ټرمپ مسول ډېن سکېویانو او د نیویارک ښار پخوانی پولیس افسر برنارډ کېرک شامل دي. د کېرک په اړه وېل کېږي چې هغه به په صدارتي انتخاب کې د ووتونو د درغلۍ دعوې خپرولې. د نیویارک پخوانی ښار وال یا مېیر روډي جولیاني چې د ډیر وخت راهسې د ټرمپ حمایتي دی، د کېرک سره په دغه کوښښونو کې شامل و.

نیویارک ټایمز وایي د ټرمپ یو شمېر نورو مشیرانو او د مرستیالانو ته هم احکامات ورکړی شوي دي.

د رپورټ ترمخه ځیني احکامات دې دپاره هم جاري کړی شوي دي چې سېو امریکا یا امریکا د بچ کولو دپاره د ټرمپ د سیاسي هلو ځلو دپاره د چندې جمع کولو په باره کې معلومات ترلاسه کړی شي. نیویارک ټایمز وايي په دغه لړ کې معلومات اخیستل د انصاف وزارت د نویو تحقیقاتو برخه ده.

د انصاف وزارت په تحقیقاتو کې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکې په کانګرس د ټرمپ د پلویان یرغل ته هم کتنه کېږي.

نیویارک ټایمز وايي د انصاف وزارت په دې اړه هم معلومات راټولوي چې په کانګرس د حملې نه مخکې د وایټ هاوس سره نژدې د جلسې منتظيمینو، د جلسې مقررینو او د جلسې محافظینو سره څوک په رابطه کې وو.

د معلومات دپاره د عدالتي حکمنامو ترڅنګ نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وویل د ټرمپ د دوو مرستیالانو بورس اېپسټینن او مایک رومن ټېلې فونونه هم تېره هفته د ثبوتونو دپاره اخیستل شوي دي.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د ای پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي