شاته

په سوات کې بم چاودنې د امن لښکر د مشر په شمول پېنځه کسان وژلي

په سوات کې د ځايي امن لښکر مشر، دوه پولیس او دوه عام کسان د نهې، سه شنبې، په ورځ د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د سوات ضلعې پولیس مشر، ډي پي او، زاهد مروت مطبوعاتو ته د پېښې تصدیق کړی دی.

پولیس وویل بم چاودنه کې د امن لښکر مشر ادریس خان، د هغه دوه پولیس محافظان او دوه عام کسان ووژل شوو.

وېل کېږي چې ادریس خان د سوات د مرکزي ښار مېنګورې نه په اووه کلوميټره فاصله ډاګۍ کلي ته د څه کار پسې تللی او بېرته خپل کلي بره بانډې ته په لار و چې د ریموټ کنټرول دلارې پې بم وچلول شو.

په سمدسي ډول د بم چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیسې او پولس وویل د پېښې پلټنې يې شروع کړي دي.

په سوات کې د بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې په تېرو څو هفتو کې د سوات په مختلفو غرنۍ سیمو کې د وسله والو د لیدل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو او په سوات کې په لاریونونو کې ځايي خلکو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمه کې د امن قایم کړي.

په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې پاکستاني امنیتي ځواکونو په سوات کې د تحریک طالبان پاکستان خلاف عملیات وکړل او ويې وېل چې سیمه يې د وسله والو نه خالي کړې ده.

هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د سوات پولیس وویل چې په چپریال سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د غیر حکومتي موبایل کمپنۍ د یو انجېنیر په شمول اووه کسان تښتولي دي.

په دې اړه د وسله والو څه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو ځايي خبریالان وايي د وسله والو یو کمانډر په اډیو پېغام کې دړکه کړې چې د یو سیاسي ګوند د فعالانو په ګډون هغه خلک به په هدف کوي چې د حکومت سره مرسته کوي.