BBC
 شاته

'تورخم کې نوې دروازه؛ افغان حکومت جریان کې دی'

Image copyright AP

ډان

د پاکستان 'ډان' ورځپاڼې پر ډیورنډ کرښې د تورخم د نوې لانجمنې جوړې شوې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی.

د پاکستان د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، را روانه دوشنبه به دغه نوي تاسیسات رسماً پرانیستل شي چې په وینا یې افغان حکومت په جریان کې دی.

ډان ورځپاڼه لیکي، د دغه کار په ترسره کولو به پاکستان د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ وروستیو رامنځته شویو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

ورځپاڼه زیاتوي، پر دغې دروازې پرمختللي کامرې، د بګاژ او موټرو سکنرونه لګېدلي او پر مختللې ټکنالوژي پکې کارول شوې چې د ناقانونه ننوتو مخنیوی کولی شي.

واشنګټن پوسټ

Image copyright Getty

امریکا کې چاپېدونکې 'واشنګټن پوسټ' ورځپاڼه لیکي، په نړۍ کې طبیعي ناورینونه د تاوتریخوالو په ډېرولو کې ونډه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، اوس کارپوهان وايي ښايي له اقلیمي بدلونونو سره لکه د هوا له بدلېدو، توپانونو او د خوراکي توکو له کمېدو سره، په نړۍ کې د تاوتریخوالو ډېرېدل، جګړه او نور انساني ناورینونه تړاو ولري.

واشنګټن پوست دا لیکنه د یوې نوې څېړنې پربنسټ کړې چې د علومو د ملي اکاډيمۍ له خوا خپره شوې. ورځپاڼه لیکي، تر دې پخوا هم دا پوښتنه را پورته کېدله چې ایا اقلیمي بدلونونه انسانان د ناورین پر لور بیايي؟

د ځینو پخوانیو څېړنو پایله لږ تر لږه د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه دا وه چې دغه هېواد کې وچکالي د ستونزو یو لامل و.

د دغو څېړنو تر شا کسان وايي حتمي نه ده چې اقلیمي بدلونونه دې د پېښو تر شا وي، خو ډېرېدل په هغو سیمو کې چې نورې ستونزې هم پکې وي، د وضعیت په لا خرابولو کې ونډه درلودلی شي.

نیویارک ټایمز

'نیوکارک ټایمز' اروپا کې وروستیو بریدونو ته په کتو لیکي چې دا اوړي له تشویشونو ډک اوړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه هره ورځ د خلکو په زړونو کې ډار خپرېږي او سره له دې چې د یو شمېر بریدونو پړه اسلامي دولت نومې ډلې منلې خو د ورځپاڼې په لیکنه دا ګرانه ده چې ووايې آیا لامل یې شعوري ترهګري ده، قهر او غوسه ده او که عصبي ناروغي.

د نیوکارک ټایمز په اند، د دې ترڅنګ چې د پورتنۍ پوښتنې ځواب اسانه نه دی، اوسنی وضعیت هغو کسانو ته چې د کډوالو او په تېره بیا د مسلمانانو پر وړاندې د لا کلکو تګلارو پلویان دي، ښه موقع په ګوتو ورکوي چې ادعا وکړي دوی پخوا هم رښتیا ویل او اوس یې خبره ثابته شوه.

سیډني مارنینګ هېرالډ

اسټرالیایۍ ورځپاڼه 'سیډني مارنينګ هېرالډ' د فیلیپن د ولسمشر پر کلک هوډ لیکنه کړې چې خپل ملک کې یې د فساد او مخدره توکو د ورکولو لپاره کړی.

Image copyright AFP
Image caption د سیډني مارنينګ هېرالډ په لیکنه، د فلیپین ولسمشر ویلي مجرمین باید د بشري حقونو تر چتر لاندې خوندي نه کړای شي.

د فلیپین ولسمشر رود- ریګو دوی- تېته وروسته له دې چې یوې سیمې کې یوازې د جولای په میاشت کې مخدره توکو سره تړلو پېښو کې نژدې ۳۰۰ کسان ووژل شول، پر قاچاق وړونکو جګړه اعلان کړه او امنیتي ارګانونو ته یې امر وکړ چې د زندان د میلو ترشا یې واچوي، او که غواړئ نو ویې وژني.

د سیډني مارنينګ هېرالډ په لیکنه، د فلیپین ولسمشر ویلي مجرمین باید د بشري حقونو تر چتر لاندې خوندي نه کړای شي.