شاته

د تحریک انصاف حکومت پښتونخوا صوبه وسله والو ته سپارلې ده: صوبایي اسمبلۍ کې د اپوزیشن نیوکې

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو صوبه کې په روان امنیتي وضعیت انديښني څرګندي کړي اويلي یې دي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت کې صوبه عملاً وسلوالو ته سپارل شوي ده.

اپوزيشن ګوندونو د حکومت څخه غوښتنه کړي ده چې صوبه کې روان دناامنۍ د وضعیت اؤ امنیتي تګلارې په هکله دي دوي ته د تړلو دروازو ترشا (ان کيمره) بريفنګ ورکړل شي۔

بل پلو ته صوبه کې واکمن ګوند پې ټي ایي د اپوزيشن تورونه رد کړي اؤ وایي چرته ،چرته چې وسلوال فعاليتونه رامخې ته کيږي پوليس او نور امنیتي ځواکونه يې پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي۔

د خيبر په پښتونخوا اسمبلۍ دغونډي پرمهال اپوزيشن ګوندونو صوبه کې دناامنۍ په روان صورتحال سختي نيوکې کړي دي او ويلي یې دي چې ورځ تر بلي د امن وضعه دخرابيدو په لوري روانه ده۔

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامې نيشنل پارټۍ پارليماني ليډر سردار حسين بابک وایي حکومت دومره جرات نه لري چې په نا امنۍ خبره قدره وکړي.

دګل په ورځ داسمبلۍ غونډې ته وینا کې هغه وویل د حکومت له کړو وړو داسي څرګنديږي چې صوبه د يوې پاليسۍ لاندي ترهه ګرو ته سپارل شوې ده۔

‘‘يو وزير په دې خبره نه کوي، خاموش دي ، غير اعلانيه پي ټي ایي زمونږ صوبه طالبانو ته حواله کړې ده‘‘

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ايجنډا کې په صوبه کې د دامنیت د صورتحال نکته تر ټولو وروستۍ ايښودل شوې وه، چې کله مخالفو ګوندونو په خراب امنيت خبره شورو کړه نو ايوان کې د حکومتي ګوند غړي د نشت برابر پاتي وو، او د اپوزيشن پوښتنو ته يې جوابونه ونه ویل۔

خيبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف دامنیت دخرابې وضعې په اړه د اپوزیشن تورونه ردوي اؤ د وزيراعلا د اطلاعاتو مشير برسټر محمد علي سيف وي او ای ډیوه ته وایي صوبه کې چې چرته هم د قانون سرغړونه کيږي پوليس او اړونده اداري د هغې پرضد چټک ګامونه پورته کوي۔

‘‘د پاکستان تحريک انصاف دحکومت مکمل پاليسي ده ،مونږ په سيکورټي باندې هيڅ قسمه کمپرومايز نه کوؤ، زمونږ په صوبه کې چې د قانون خلاف معمولي خلاف ورزي کيږې پوليس هم ايکشن اخلي پوځ هم ايکشن اخلي لا قانون پځائ کوونکې چې سومره اداري دي، ټولې باقاعدګۍ سره ايکشن اخلي‘‘

څرګنده دي وې چې روانه مياشت د ستمبر د دويمې نيټي نه راپديخوا لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان نزدې د ديارلسو وسلوالو بريدونو ذمه واري په خپل سر اخستي ده۔

پارليمان کې د جماعت اسلامي پارليماني ليډر عنايت الله خان د بحث په پيل کې وويل امن ددي رياست بنيادي مسله ده.

نوموړي وويل سږکال د ترهه ګرۍ 434 بريدونه شوي دي چې پکې 323 ځوانان وژل شوي او دغه ډول په پخوانۍ فاټا کې 254 هدفي بريدونه شوي دي او سږکال په دهشت ګرۍ کې ډيره تندي راغلي ده۔

عنايت الله خان وويل د صوبایي اسمبلۍ په غړي لياقت خان له بريد وروسته ټوله صوبه کې د ويري فضا جوړه شوي ده، او دا چې په سوات، دير، باجوړ، خيبر، او وزيرستان کې خلک د امن دپاره راوتلي خو انتظاميه د هغوي پرضد مقدمي درج کوي۔

پېښور کې دیو شخصي ټي وي خبريال طارق وحيد وایي د پاکستان تحريک انصاف د پاليسو نه دا خبره څرګنده ده چې ترهه ګرو او بيا په ځانګړي توګه دټي ټي پي لوري ته یې مدام نرمه پاليسي ساتلې نو ځکه دلته صوبایي حکومت هم د امنيت په اړه ښکاره پاليسي ورکولو نه ډډه کوي۔

"دا ويل کيږي بلکي د هغوي د بياناتو نه،د هغوي د پاليسو نه، اقداماتو نه دا ثابت دي چې هغوي د ترهه ګرۍ او بيا په خصوصي توګه د ټي ټي پي په حواله لږه نرمه ګوشه لري په زړه کې، ډاګیزه خبره نه کوي، هم دغه وجه ده چې کومه د جماعت پالېسي ده لازمي خبره ده په دې وخت کې پې ټي ایي په حکومت کې ده په خېبر پښتونخوا کې نو هغه د پارټي پالېسي یې د حکومت پاليسي ده"

څيړونکي وایي په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې وسلوالو بريدونو کې ډيره چټکتیا راغلې او وسلوال يو واري بيا پياوړي شوي دي، وایي که حکومت د وسلوالو پرضد جدي ګامونه وانه خستل نو یو واري بيا به د صوبي امنيت د پخوا شان خراب شې۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.