BBC
 شاته

د کلنټن کمپاین دفتر د امریکا ویسکانسن ایالت کي د رایو بیاشمېرنې ملاتړ وکړ

د هېلیري کلنټن کمپاین یوه وکیل ویلي؛ ویسکانسن ایالت کې د رایو بیا شمېرنې له بهیر سره یوځای کېږي. د امریکا زرغون ګوند نوماندې جېل سټاین د جمعې په ورځ ویسکانسن کې د ټاکنیزو شکایتونو د مودې وروستیو ساعتونو کې له کمیسیون نه په رسمي ډول ددغه ایالت د رایو بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.