شاته

حکیم سنایي موسسې ته د سواد د ودې جایزه ورکړل شوه

په افغانستان کې د سواد د ودې لپاره د" بي بي ګل – یونسکو" دا ګډه جایزه نن په کابل کې په یوه غونډه کې د حکیم سنایي انکشافي موسسې ته د سواد د زده کړو د ودې په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوه.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا بي بي ګل غني دې غونډې ته په وینا کې هیله وښوده چې د سواد د زده کړو د ودې لپاره به خپلو هیوادوالو ته خدمت ترسره کړی شي.

د افغانستان لومړۍ میرمن وویل چې نه یوازې لویان د سواد د زده کړو څخه محروم شوي بلکې په یو شمیر ښوونځیو کې ماشومان هم د یو لړ محدودیتونو له امله لازم سواد نه شي ترلاسه کولی.

میرمن غني وویل " له بده مرغه د یو شمیر محدودیتونو له امله په ځینو ښوونځیو کې یو شمیر ماشومان او تنکي ځوانان لیک لوست نه شي زده کولی".

دا لومری ځل دی چې د ملګروملتونو تعیلمي او فرهنګي اداره یونسکو اوافغان حکومت په افغانستان کې د سواد د زده کړو د ودې او پراخیدو په برخه کې یوې موسسې ته چې د کلونو راهیسې یې د افغانستان په دننه او بهر کې یې د افغان ماشومانو د زده کړو لپاره کار کړی د" بي بي ګل – یونسکو" ګډه جایزه ورکوي.

د شمیرنو له مخې د افغانستان ۶۱٪ اوسیدونکي لیک لوست نه شي کولی.

د پوهنې وزارت وایي، چې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د سواد د زده کړو بهیر ورو پرمخ ځي، د دغه وزارت د شمیرنو له مخې د ۲۰۰۸ عیسوي کال راهیسې د سواد د ودې کچه ۴٪ اټکل شوې ده.

د پوهنې وزارت وایي، د ۱۳۸۳ هجري شمسي کال راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې شپږ نیم میلیونه کسانو ددغه وزارت د سواد د زده کړو د کورسونو له لارې لیک لوست زده کړی دی.

همدا اوس په افغانستان کې ۷۰۶۱ د سواد د زده کړو کورسونه فعال دي.

په پام کې ده چې ترراتلوونکي کال دا شمیر پنځلس زرو ته پورته لاړ شي.