شاته

ټرمپ خپلې ادارې ته د دریو کسانو نومونه په ډاگه کوي

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل حکومت کې د دریو څوکیو لپاره خپل انتخاب په ډاگه کوي.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلی ټرمپ غواړي د الاباما سناتور جف سیشیون د لوی څارنوال، د کنزاس ایالت د کانگرس غړی میک پومپييو د سي آی ای او د پوځ د استخباراتو پخوانی مشر مایکل فلین د ملي امنیت د سلاکار په توگه ونوموي.

دغه درې واړه جمهوري غوښتونکي د ترهگرۍ سره د مبارزې او د ملي امنیت په برخه کې د جمهور رئیس بارک اوباما د پالیسو سخت منتقدین دي چې د دوی انتخاب ښایي د امریکا په پالیسۍ کې یو عمده بدلون رامنځ ته کړي.

ښاغلي ټرمپ ته د واک د انتقال ټیم تر اوسه دغه رپوټونه نه دې تائید کړي خو زیات شمیر رپوټونه وایي چې ناڅرگندو منابعو ورته ددغو ټاکنو په هکله ویلي دي.

د الاباما اوسیدونکی ٦٩ کلن سناتور سیشیون د ١٩٩٧ کال راهیسې د متحده ایالاتو د سنا غړی دی او دمخه په پخل ایالت کې څارنوال و.

لوی څارنوال د امریکا په حکومت کې یوه ستره څوکۍ ده چې د عدلیې وزارت د مقام مشري هم کوي.

د کنزاس ایالت څخه د کانگرس غړی پمپیيو چې ښايي ښاغلی ټرمپ یې سي آی ای ته ونوموي ٥٢ کلن دی په ١٩٨٦ کې د ویست پاینټ له پوځي پوهنتون نه اول نمره فارغ شوی، د امریکا په پوځ کې یې خدمت کړی او دا درېم ځل دی چې په کانگرس کې ددې ایالت د استازيتوب کوي.

هغه د کانگرس د استخباراتي چارو د کمیټې غړی دی او د "تایر ایروسپیس" په نامه کمپنۍ بنسټ ایښوونکی دی چې د پوځي او ترانسپورتي الوتکو پرزې جوړوي.

د دونالد ټرمپ د ټیم یو لوړپوړي غړي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ به د جمعې په ورځ خپل انتخاب اعلان کړي.

د پوځ د استخباراتو پخوانی مشر میکل فلین چې ښایي د ملي امنیت سلاکار شي د جمهور رئیس اوباما پر پوځي او بهرنۍ پالیسۍ د انتقاد کوونکو له جملې نه دی.

٥٧ کلن فلین د اسلامپالو ډلو د گواښونو په اړه جدي دریځ لري او ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات باید سخت دریځه اسلامپال "بې اعتباره" کړي.

د ښاغلي ټرمپ په شان روسیې ته د ښاغلي فلین خوشبینۍ د ملي امنیت یو شمیر کارپوهان اندیښمن کړي دي. هغه غواړي چې امریکا له مسکو سره نور هم نژدې کار وکړي.