BBC
 شاته

کابل کې د ملي امنیت پر موټر ځانمرګی برید شوی

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار پل محمود خان په سیمه کې یوه ځانمرګي برید څلور تنه ټپيان کړي . د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل ځانوژونکی پلی روان و او د ملي امنیت د لسم ریاست د سپرلۍ پر فلنکوچ ډوله یوه موټر یې برید کړی.