BBC
 شاته

ګواښونه او ځورونې چې پاکستانۍ مېرمنې ورسره مخامخ دي

Image copyright AFP

پاکستان کې پر خواله رسنيو د مشهورې شوې ماډل قنديل بلوچ د "پت په نامه" له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو او پر خواله رسنيو د خپلو څرګندونو په اړه يو ځل بيا ناندرۍ راپورته شوې دي.

۲۶ کلنه قنديل بلوچ ډېری وخت پر انلاين له نيوکو سره مخامخېده او د خپلو پيغامونو او څرګندونو له امله د وژلو ګواښونه ورته شوي وو.

پاکستان کې د ښځينه وو په ګډون خبريالان او ژورنالستان هم د خپلو نظرونو د څرګندولو له امله پر انلاين له ګواښ او ستونزو سره مخ وي. دلته د بي بي سي اردو څلورو ښځينه خبريالانو خپلې تجرې يادې کړې دي.

عنبر شمسي- "زه ډارېږم چې په نژدې راتلونکي کې پر انلاين کرکه په واقعيت بدله نشي"

څو مياشتې وړاندې مې د قنديل بلوچ په اړه بي بي سي اردو ته يوه ليکنه وکړه، چې په کې نوموړې ته د يوې فتنې اچوونکې پر ځای يو ډول کتلوري مثال ورکړل شوی و. د دې پايله نيوکې شوې. پر بي بي سي تور ولګول شو چې د خپرولو لپاره نور څه نه لري چې د يوې داسې ښځې چې د هېواد لپاره "د شرم لامل" ګرځي وخت ورکوي.

ستونزه د خپرونې او قنديل بلوچ نه وه، بلکې د دې د غبرګون برخه وه چې ښځينه ورسره پر انلاين مخ دي. د يوې ښځينه خبريالې په توګه له دې ډول پېښو سره ډېره مخامخ شوې يم، پاکستان کې د مذهبي تاوتريخوال د خبرونو خپرولو له امله ما ته د خنجرونو تصويرونه لېږل شوي وو او د يوې ښځينه په توګه د جنسي ماهيت او کنځلو پيغامونه خو يوه عادي خبره ده. تر ټولو ناوړه کنځلې "فاحشه او بدلمنې" يادول دي.

که څه هم زه د خپل فېسبوک پاڼې محرميت تر ډېرې اندازې خوندي کوم خو زما له پاڼې تصويرونه او شخصي معلومات اخيستل شوي، زما په اړه يې "ميم" ترې جوړ کړی او پر انټرنېټ خپاره شوي دي.

په پاکستان کې دا وېره شته چې په ډيجيټل بڼه کرکه او تاوتريخوالی ډېر ژر په واقعيتت بدل شي.

سبا اعتزاز: "پر ما د تېزابو بريد ګواښنه شوې وه" ما د دوو زينت نومي نجونو د کيسې کولو هڅه کوله، يوه هغه چې سوځول شوې او بله په رڼا ورځ لادرکه شوې.

لاهور کې د "پت په نوم" د خپلې مور له خوا سوځول شوې زينت او د لادرکه شوې خبريالې زينت شهزادي په اړه د مطالبو جوړولو پر مهال ماته معلومه شوه چې پاکستانۍ مېرمنې له کوم ډول ګواښونو سره مخامخ دي.

ما چې کله د دغې کيسې د اورولو کوښښ وکړ، ما ته دا وېره پيدا شوه چې زه خپله يوه کيسه نه شم. زه پر فېسبوک او ټويټر ډېره له ګواښونو او نيوکو سره مخ شوم. نيوکې زما پر راپور نه وې بلکې شخصي وې.

دغو کسانو زما پر شخصي ژوند نيوکې کولې، پيل له کنځلو وشو او وروسته يو چا زما شمېره له دې پيغام سره چې "ما ته سبق ښودل" ضروروي دي خپور کړ.

پر انلاين ګواښونو زما له کار او خبريالي سره هېڅ تړاو نه درلود، بلکې يوازې له دې سره وو چې زه يوه ښځينه يم. وروسته مې يو بل پیغام ترلاسه کړ، "له خبريالۍ سره ډېره مينه لرې زه ستا پر ژوند يو راپور جوړوم، ګورو چې څه ترلاسه کوو"

په دغه حال کې ما د خپل ځان، کورنۍ او ملګرو په اړه ګواښ محسوساوه. ما په ډېر احتياط د خواله رسنيو خپل اکاونټونه کنټرولول او ما ته دا وېره وه چې څوک زما شخصي تصويرونه او معلومات ترلاسه نه کړي.

ما غوښتل چې د دغو تبصرو ځواب ورکړم، پر انلاين بريدګرو ته ووايم چې زه هم يو انسان يم، خو د دوي د پارونې له وېرې پته خوله پاتې شوم.

په دې وروستيو کې ما ته چا ټيليفون وکړ، دغه نامعلوم کس ويل زما کار يې خوښ نه دی او دی به زما پر مخ تېزاب وشيندي. ده ماته زما پته هم وښوده او ويې ویل"ته پر ښځو د تېزاب شيندلو خبرونه ورکوي – تا به هم د دې پر خوند پوه کړم"

زه اوس هم د دې ډول خبرونو راپور ورکولو ته چمتو يمه، خو پر دې سربېره د وېرې احساس هم کوم.

ارم عباسي- "زه نه ډارېږم خو د بې وسۍ احساس کوم"

د يوې خبريالې په توګه خلک ماته له سره تر پښو ګوري که هغه زه په حکومتي دفتر کې وم او يا هم د مرکو لپاره انتظار کوم. يو ځل يوه پولیس د انټرويو پر مهال زما "سينو" ته کتل.

خو اوس پر انلاين هم له بد چلند او ګواښونو سره مخ يم، په وروستيو کې د قنديل بلوچ د يوې ويډيو له خپرولو وروسته له ګواښونو او بد چلند سره مخ شوم. يو کس زما کورنۍ ناوړه ښودلې وه او بل پوښتنه کړې وه چې ولې زه بې له لستوڼو کميس اغوندم نو څنګه له يوې پتمنې کورنۍ سره تړاو لرم.

يوه بل ويلي وو چې زما جامې "ناوړه او غيراسلامي" دي. د احمديانو په اړه د خبرونو ورکولو له امله څو ځله له ما سره داسې شوې دي.

مذهب ته د سپکاوي يوه تورن په اړه د خبر ورکولو له امله ما ته ګواښونه شوې وو. ما ته وويل شول چې دوی زما د کور او دفتر پته پېژني. له دې وروسته به چې کله زه کور يا دفتر ته تلم ډېره ډارېدم، ما د بې وسۍ احساس کاوه چې خلک مې له دې امله ګواښې د چې کيسې بل اړخ په اړه راپور ورکوم.

په ځانګړې توګه پر انلاين بڼه خپل ځان بې وسه ګڼم، زه د مذهب په اړه له خبرو او تبصرو کولو له امله له مرګه وېرېږم. تر ټولو بده دا ده چې زه ډارېدونکې نه يم، زه چې اوس په کوم ځای کې يم دلته د رارسېدو لپاره له حالاتو سره جنګېدلې يم خو دا هغه موضوعګانې دي چې ما خوځوي.

نوشين عباس- "پر ما مذهب او هېواد ته د سپکاوي تورونه لګېدلي"

څه موده وړاندې ما د احمدي لږکيو په اړه يو خبر خپور کړ چې پر دوی د خپلې عقيدې له امله بريدونه کېږي او په نښه کېږي.

په تلويزيون، راډيو او انلاين خپاره شوي راپور کې له دواړو غاړو سره خبرې شوې وې پر دې سربېره د هېواد له بېلابېلو برخو د ګواښونو پيغامونه او ټليفونونه راته وشول او ويل کېدل چې ما د احمديانو سره خواخوږي کړې ده.

زما دغه راپور چي کله په انګليسي کې خپور شو پر وړاندې يې ډېر غبرګون نه و ښودل شوی خو په اردو کې له خپرېدو وروسته پېښه بله ډول شوه.

پر خواله رسينو له خپرولو يو ساعت وروسته بېرته لرې کړل شوه، ځکه تبصرې ډېرې ګواښوونکې وې. په دغو تبصرو کې ډېر د مرګ ګواښونه وو، ځينو د "کافر او دين او هېواد سره د غدارۍ" تور لګاوه.

دا ډول پېښې نه دا چې يوازې انسان ته د بې وسۍ احساس ورکوي، بلکې د دې وېره هم ورسره مله وي چې څوک قانون په خپل لاس کې و انه خلي او پرېکړه و نه کړي.