BBC
 شاته

د جرمني سوداګریز مرکز کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي

جرمني رسنۍ وايي د میونخ ښار یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

رپوټونه وايي دغه سوداګریز مرکز په موساش نومي سیمه کې موقعیت لري خو د پېښې په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

جرمني کې له هغه وروسته چې تېره دوشنبه یوه کډوال زلمي په اورګاډي کې پنځه کسان ټپیان کړل امنیتي ځواکونو ته د تیارسی امر شوی دی. چارواکو له دې مخکې د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و.

نور جزییات لږ وروسته.