BBC
 شاته

خوستوال له حکومته د ژمنو عملي کول غواړي

Image copyright AFP
Image caption حکومت د خوستوالو غوښتنې ته نوی غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې وخت په وخت د خوست د لویو پروژو د پلانونو د بیانولو پر وخت ویلي چې ددغو پروژو پلي کول یې په پام کې دي، خو د کار د پیل کره نېټې یې نه دي په ګوته کړې.

خوست کې نن د یوې لویې غونډې پرمهال د دغه ولایت زرګونو اوسېدونکو د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې، چې ګواکې د کمپاین پرمهال یې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

غونډې ته په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازي همایون همایون وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال له دوی سره د خوست او غلام خان ترمنځ سړک د ټرانزیټ کېدو، خوست ته د واردتي برېښنا غځولو او د دغه ولایت د هوایي ډګر جوړولو ژمنې کړې وې.

خو په وینا یې، پر کړیو ژمنو یې شاوخوا دوه نیم کال تېر شول چې د پوره کېدو څرک یې نه لګېږي.

همایون وویل، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو له راتلونکو ټاکنو سره به پرېکون وکړي او په دغه ولایت کې به د خلکو لوی لاریونونه واټونو ته راوباسي:

''د غونډې اصلي دلیل د ولسمشر هغه ژمنې چې په انتخاباتو کې یې کړې وې، باید پلی شي، که عملي نه شي، د خوست ولس به راتلونکې ټاکنې تحریم او په بېړنۍ توګه به د لویې جرګې جوړېدل وغواړي.''

حکومت د خوستوالو غوښتنې ته نوی غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې وخت په وخت د خوست د لویو پروژو د پلانونو د بیانولو پر وخت ویلي چې ددغو پروژو پلي کول یې په پام کې دي، خو د کار د پیل کره نېټې یې نه دي په ګوته کړې.

د تېر ۱۳۹۴ کال د چنګاښ پر ۲۴مه، ولسمشر غني خوست ته د خپل سفر پرمهال خوست له ستراتیژیک او جغرافیوي پلوه یو مهم ولایت وباله، خو ټینګار یې دا و چې دغه ولایت باید د هېواد پر یوې مهمې سوداګریزې دروازې بدل شي.

ولسمشر غني ته خوست کې وړاندیزونه وشول، چې د غلام خان بندر د ترانزیت، په ټولو معیارونو د برابر ملکي نړیوال هوايي ډګر جوړېدل دغه ولایت ته ډېر اړین دي.

خوستوالو دغه ولایت ته د وارداني برېښنا ورتګ هم د ژوند یو ستر ضرورت وباله.

په ۱۳۹۲ کال اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال خوست کې مینه والو ته ویلي وو، خوست به د برېښنا څښتن کړي او له پاکستان سره په پوله د غلام خان بندر به پر مهم سوداګریز او ترانزیتي بندر واړوي.

هغه وویل، د خوست پوهنتون به سیمه ییزې او نړیوالې کچې ته پورته کوي او د خوستوالو لپاره به رغنیزې چارې پرمخ بیایي.