BBC
 شاته

اروپايي ټولنه: له کودتاچیانو سره د ترکیې رویه 'د منلو وړ نه ده'

Image copyright Reuters

اروپايي ټولنې ویلي، ترکیه کې ناکامې کودتا وروسته، له تعلیمي او قضايي ارګانونو او رسنیو سره د چارواکوا رویه "د منلو وړ نه ده".

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست استازې او د اتحادیې کمیشنر یوهانس هان په یوه خبرپاڼه کې ویلي ترکیه کې د "بېړني حالت" اعلانېدو اندېښمن کړي دي.

بېړنی حالت ترکي چارواکو ته "د حکومت په خوښه د چارو مخته بېولو لپاره پراخ واکونه" ورکوي.

د ناکامې کودتا له ورځې راهیسې په تېره یوه اونۍ کې زرګونه کسان نیول شوي، ایستل شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.

د اروپايي ټولنې دوو جګپوړو مشرانو له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان غوښتي چې د قانون حاکمیت، د بشري حقونو او ازادۍ درناوی وکړي.

دوی د ترکیې د پرېکړې په تړاو هم د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کنوانسیون ته د ژمنتیا ښودلو په موخه خبرداری ورکړی چې دغه هېواد باید د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره وضع شوي شرطونه پوره کړي.

وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر ترکیه کې د اردوغان له خوا د بېړني حالت د اعلان په غبرګون کې د ترکیې دولت د قانون حاکمیت درناوي ته هڅولی او دا چې له کودتاچیانو سره مناسبه رویه وکړي.

Image copyright

د بښنې نړیوال سازمان هم د ترکیې دا پرېکړه په استثنايي ابعادو کې ځپل ګڼلي دي.

د تېرې جمعې په ورځ ترکیه کې له کودتا ورسوته زرګونه پوځيان، چې جګپوړي افسران او جنرالان هم پکې دي، د قضائیه قوې له ګڼو نورو غړو سره نیول شوي دي.

ویل کېږي تر اوسه تر ۵۰ زرو ډېر حکومتي کارکوونکي نیول شوي، ایستل شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.

د چارشنبې په ورځ، ۹۹ جګپوړي افسران په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن شوي.

دولت همدارنګه د پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو د مشرانو ایسته کولو عملیات جاري ساتلي. ګڼې تعلیمي ادارې رخصت شوې، د پوهنتوني استادانو بهرني سفرونه درول شوي او د پوهنځیو د مشرانو لیرې کول دوام لري.

Image copyright
Image copyright AFP

د ترکي رسنیو په وینا، دولت د ۳۴ ورځپاڼو جواز لیکونه هم باطل کړي دي.

د ترکیې دولت امریکا مېشتی ترکی مذهبي مشر فتح الله ګولن او د هغه ملاتړي د کودتا تر شا بولي، خو ښاغلي ګولن دا ادعاوې رد کړې دي، کله چې ښاغلی ګولن د ښاغلي اردوغان ملګری و، داسې انګیرل کېده چې ګني هغه د ترکیې پوځ او دولتي مؤسسو کې ډېر زیات ملاتړي لري.

+ ترکیه کې ناکامه کودتا