ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن د اسرائیل - حماس د موافقې هرکلی وکړ؛ د امریکایي یرغمل خوشې کیدل لومړیتوب دی

د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د اسرائیل او حماس ترمنځ په غزه کې د موقت اوربند او د حماس له خوا د لسګونو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تود هرکلی کړی دی.

22.11.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.11.2023 امریکا غږ

د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو یوه بله جوپه کابل ته ورسیدله

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت وايي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره ددغه ټولنې د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

22.11.2023 امریکا غږ

کاکړ: پاکستان څخه د کډوالو د شړلو پرېکړه 'غیرانساني' ده - ځانګړې مرکه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خوشحال ډلې مشر خوشحال کاکړ امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیرانساني" او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

22.11.2023 امریکا غږ

آی او ایم: ستنیدونکي افغان کډوال اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري

د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د روان بهیر په اړه په یو راپور کې ویلي چې له دغه هیواد څخه په زور د زرګونو کډوالو ستنیدلو د افغانستان دننه په سرحد کې په شتو امکاناتو باندې فشارزیات کړی دی.

22.11.2023 امریکا غږ

کاناډا تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه له ۱۰۰۰ زیات افغان کډوال انتقال کړي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هیواد د تورنټو ښارته انتقال کړي دي.

22.11.2023 امریکا غږ

پاکستان کې یوې محکمې د تړلو دروازو تر شا د عمران خان محاکمه غیر قانوني وبلله

په پاکستان کې یوې فدرالي محکمې سه شنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) حکم صادر کړی چې د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې د تړلو دروزاو تر شا د مخکني صدراعظم عمران خان محاکمه کیدل غیر قانوني وو.

22.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل او حماس اوربند وکړ ، ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشې کیږي

اسرائیل او حماس په سیمه ایز وخت چارشنبه نومبر ۲۲ (لړم۳۱) د څلورو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ چې له مخې به یې د حماس ډله لسګونه کسان چې اکټوبر ۷ مې برید کې یې یرغمل کړي و، خوشې کړي.

22.11.2023 امریکا غږ

عراق کې په امریکایي ځواکونو بالاستیک توغندی وار شوی؛ امریکا 'د ایران ملاتړي' ځواکونه ویشتي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي په عراق کې یې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو موټر وروسته تر هغه په نښه کړ چې پدې هیواد کې په میشتو امریکایي ځواکونو د بالاستیک توغندی وار شو.

22.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

22.11.2023 امریکا غږ

یوه پاکستانۍ اداره افغان ډاکټرانو ته انلاین روزنه ورکوي

د ایجوکاست په نامه یوې طبي -تخنیکي ادارې د اسلامي پرمختیايي بانک په مالي مرسته د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۰۰۰ ډاکټرانو ته انلاین روزنه پیل کړې چې د دغه هېواد روغتیايي سکتور پیاوړی کړی.

22.11.2023 امریکا غږ

د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: د اسرائیل-حماس په جګړې کې ۵۳ خبریالان وژل شوي 

د خبریالانو د ملاتړ کمېټه وايي چې د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.  دا کمېټه، چې اصلي مرکز یې په نیویارک کې دی، وایي چې په وژل شویو خبریالانو کې یې ۴۶ فلسطینيان، څلور یې اسرائیلیان او درې نور یې لبنانیان دي. د غزې په جګړې کې په تازه پېښې کې د لبنان د المیادین تلویزیون، چې د ایران ملاتړی دی، دوه خبریالان وژل شوي دي.  د المیادین تلویزون وايي چې دا خبریالان یې د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرائيل ځواکونو د توغندیو په برید کې وژل شوي دي.  د خبریالانو د ملاتړ کمېته وایي چې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړې کې ۱۱ نور خبریالان ژوبل شوي او درې نور ورک دي. دا کمېټه وايي چې ۱۸ نور خبریالان نیول شوي دي.  د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په ویبسایټ کې لیکل شوي‌ دي: «په غزه کې خبریالان، چې د اسرائيل د ځمکني یرغل، ویجاړوونکو بریدونو، د ټکني شویو ارتباطي شبکو، د سرچېنو د کموالي او د برېښنا د نشتوالي سره سره د د غې جګړې په اړه راپورونه ورکوي، له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي. »  د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل. اسرائيل مقامات وايي چې‌په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل نیول شوي دي.  په غزه کې صحي مقامات وايي چې د اسرائيل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه ۱۳۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي چط اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.   په همدې حال کې د قطر او امریکا مقاماتو او حماس ډلې ویلي دي چې د موقت اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي. 

21.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

21.11.2023 امریکا غږ

طالبان وايي د تورخم دروازه بېرته د ترانزیت په مخ پرانیستل شوه

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي د تورخم دروازه، چې د سه شنبې په سهار نومبر ۲۱ (لړم۳۰) پاکستاني مقاماتو د ترانزیت په مخ بنده کړې وه، بېرته پرانیستل شوه. 

21.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

21.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more