سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
امریکا له اسرائیل غوښتي چې د غزې په جنوب کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي
د سپینې ماڼۍ یو مقام د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (تلې ۲۲۸) وویل چې اسرائیل باید د غزې په جنوب کې د حماس پر ضد تر هغه وخته پورې جنګي عملیات پیل نه کړي تر څو چې پوځي پلان جوړونکو د تښتیدونکو فلسطیني ملکي وګړو خوندیتوب په پام کې نه وي نیولی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا – د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان پر اړیکو راپور لرو او د سیمې په سوداګرۍ ارزونه به واورئ. په سوریه کې د نیابتي ډلو پرضد د امریکا دریځ وړاندې کوو او په کابل کې د محصلینو د نوښتونو نندارتون تفصیل هم ګورئ او اورئ.
افغانستان ته د کډوالو په بیرته ستنولو د ملګرو ملتونو انديښنه - د اتصال خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنولو په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنو او په افغانستان کې د پخواني نظام پوځیانو په حال او احوال بحث شوی. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږ نیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د قطر صدراعظم: له حماس سره د یرغمل شویو په معاملې کې کوچني عملي مسائیل پاتې دي
د قطر صدراعظم د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) د جزییاتو او مهال ویش له ورکولو پرته وویل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو معامله چې حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې په برید کې نیولې وو، اوس په "کوچنیو" عملي مسئلو پورې تړلې ده.
افغانستان کې د ماشومانو د اساسي حقونو د ساتنې هیڅ قانون نشته -راپور
د رواداري ادارې افغان ماشومانو وضعیت په اړه په یوراپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د ماشومانو د ځانګړو قوانینو په ګډون اکثره پخواني قوانین لغوه کړي او اوس افغانستان کې هیڅ داسې قانون نشته چې په رسمي ډول د ماشومانو له اساسي حقونو څخه سرغړونه منع کړي او جرم یې وګڼي.
افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو له ولایتونو وروسته کابل کې هم پر خبریالانو فشارونه زیات کړي
د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت په ولایتونو کې پر خبریالانو او رسنیو باندې د فشارونو وروسته په کابل کې هم په خبریالانو فشارونه زیات کړي چې ورسره د رسنیو خبرې پیښو د پوښښ بڼه هم بدله شوې ده.
په ټولې اروپا کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه شوي
زرګونو کسانو شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) د فرانسې او برتانیې په ګډون په ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وکړل او په غزې کې د اوربند غوښتنه یې کوله.
جرمني دې هیواد ته د جګپوړي طالب چارواکي د سفر په هکله پلټنې کوي
د جرمني حکومت شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) تائید کړه چې دې هیواد ته یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د "غیر مجوز" سفر په هکله پلټنې پیل کړیدي.
بایډن: غزه او لویدیځه غاړه باید د فلسطیني ادارې تر واکمنۍ لاندې وي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) ویلي چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
افغانستان ته ستنو شویو کډوالو لپاره سرپناه او روغتیايي اسانتېاوې- ستاسې غږ
د نن د ستاسې غږ خپرونه کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنو شویو کډوالو لپاره د سرپناه او روغتیايي اسانتېاو په اړه بحث کوو. موږ سره په ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰ باندې اړیکه ونیسئ او د موضوع په اړه مو راسره خپل نظر شریک کړئ.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ستونزې - نن او وضعیت
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، سر له ننه افغانستان ته د افغان سوداګرو نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږدیدل پیلېږي. د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان په ترانزیتي ستونزو او د حل په لارو چارو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزي سره خبری کوو.
د تروریزم ضد مبارزه کې به د روسیې او پاکستان ګډه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟ - سپینې خبرې
د روسیې او پاکستان چارواکو په افغانستان او سیمی کی د امنیت لپاره موافقه کړیده چې دواړه به د تروریزم د مالي سرچینو د وچولو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نورو برخو کې په ګډه همکاري کوي. د تروریزم ضد مبارزه کې به ددې دوه هېوادونو مشترکه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟