ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: د افغانستان سیاسي جنجالونه د اندیښنې ندي

پر جمهوررئیس غنی باندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر نیوکو پنځه ورځې وروسته، متحده ایالات وایي چې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره په اړیکو کې دي او ملاتړ يې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د دفتر مشرې الیزابیت تراډو د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي جنجالونه د اندېښنې وړ نه بولي او زیاتوي چې دوی د افغانستان له مشرانو سره په تماس کې دي. هغې وویل "موږ د جمهور رئیس غني او د ملي يووالي حکومت په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله له څرگندونو څخه خبر یو. موږ د ملي يووالي د حکومت ملاتړ کوو او دواړه جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د گډو اهدافو پر لور مشترک کار کولو ته هڅوو". تیره پنجشنبې ډاکټر عبدالله د ګډ حکومت د کړنو او په ځانګړې ډول د ولسمشر غني پر چال چلند کلکې نیوکې وکړې او خبرداری يې ورکړ چې لدې وروسته به مصلحت ونکړي. ارګ بیا په ځواب کې ویلي وه چې د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په هکله به "جدي بحثونه" وشی. پداسې حال کې چې ځيني د ملي يووالي د حکومت د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، د امریکا د باندنیو چارو وزارت دغې چارواکې وویل چې واشنګتن ورته اندیښنه نلري. الیزابیت تراډو وویل "نه اندېښنه نه لرو، موږ فکر کوو چې په افغاسنتان کې لا هم ډېر کارونه پاته دي او د ملي وحدت د جوړیدو راهیسي ډېر بنسټیز او مهم پرمختگونه شوې دي. موږ د افغان حکومت سره په تماس کې یو او حالات له نژدې څارو". د افغانستان د ملي وحدت حکومت د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو تر جنجالي کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځگړتوب رامینځته شوی وو او د هغه یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

16.08.2016 امریکا غږ

کرزی وايي د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه وشي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي چې عنعنوي لویه جرګه د اوسني نظام د مشروعیت او تاکید یوازینۍ لار ده.

16.08.2016 امریکا غږ

افغانستان زیاتو پیلوټانو او الوتکو ته اړتیا لري

افغان هوایي ځواک اوس ١٣٠ الوتکې لري خو دا په داسې حال کې دي چې ددغو الوتکو لپاره پوره پیلوټان نه شته. دا هغه نیمگړتیا ده چې د سخت دریځو پر وړاندې په جگړه کې د افغان سرتیرو په وړتیا سخت اثر لري. افغان ځمکني ځواکونه د هوایي ځواکونو څخه د زیات هوایي ملاتړ تمه لري چې د جگړې په ترڅ کې پر دښمن بریدونه وکړي او د جگړې د میدان ټپیان روغتون ته ولیږدي.  د کونړ ولایت د سرحدي پولیسو یو قوماندان چې رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو اجازه یې نه درلودله د نوم د نه ذکر کولو په شرط وویل "درې اونۍ دمخه زمونږ دوه تنه پولیس د طالبانو سره په جگړه کې ټپیان شول، مونږ پنځه ورځې انتظار وویست چې هغوی یو روغتون ته واستوو. ځنې وخت د ټپیانو د لیږدولو لپاره یوه اونۍ انتظار باسو". په کابل کې د امریکا د هوایي ځواک د مشورتي ډلې قوماندان ډگروال تروی هیندرسن وایي اوس چې په افغانستان کې د ناتو سازمان عمده جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دوی هڅه کوي چې پوره تجربه لرونکي افغان پیلوټان او عمله استخدام کړي، او دا کار د دوی پر وړاندې لوی چلنج دی. ډگروال هیندرسن زیاتوي چې دا تر یوه حده اسانه ده چې الوتکی واخیستل شي خو مشکل دادی چې روزل شوي پیلوټان وموندل شي. د افغان هوایي ځواکونو د قوماندان ډگر جنرال عبدالوهاب وردک په وینا دغه ١٣٠ الوتکې کفایت نه کوي او اوس لویه ستونزه د موجودو الوتکو لپاره د روزل شوي فني پرسونل او پیلوټانو کمبود دی. د امریکا د پوځ په وینا د افغان هوایي ځواک په لیکو کې له وظیفې د تیښتې کچه ټیټه ده او نوي فیصده یې په خپلو دندو پاته کیږي او د هوایي ځواک په لیکو کې د شاملیدو لپاره تقاضا هم لوړه ده. د مثال په توگه په دې وروستیو کې د هوایي قواو د یو ټولگي لپاره ١١٠ محصلین په کار وو خو ٢٠٠٠ شاگردانو په کې د شمولیت لپاره نومونه ثبت کړي وو. خو د تکړه شاگردانو موندل سخت کار دی ځکه پیلوټان، عمله او فني کارکوونکي باید باسواده او په انگلیسي ژبه پوه اوسي. د رویترز اژانس د جنرال هیندرسن له خولی لیکلي دي چې ځنې وخت د ایتلافي ځواکونو د روزونکو څخه د C-208 الوتکو د الوزولو لپاره استفاده شوی ده، خو د ایتلافي ځواکونو او بهرنیو قراردادیانو پیلوټان یواځې نړیوالو اډو ته د پروازونو اجازه لري. د افغان هوایي ځواک قوماندان جنرال وردک وایي د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټان او نوره عمله د چک جمهوریت، متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو په گډون په بهر کې روزل کیږي. خو د امریکا د پوځ بریدجنرال دیوید هیکس چې د ایتلافي ځواکونو د هوایي قواو روزنیز ماموریت پرمخ بیایي وایي حتا که پیلوټان وروزل هم شي، کلونه وخت نیسي چې تجربه ترلاسه کړي. د هغه په وینا راتلونکي افغان پیلوټان ځوانان دي او د تجربو ترلاسه کول وخت نیسي.

16.08.2016 امریکا غږ

له لندنه تر واخانه او د کرکټ یوه لوبه

جون بیډ مور،چې په اصل کې د نیوزیلنډ دی او د کرکټ د لوبې سره بېحده مینه لري،هغه د افغانستان د کرکټ سره د خپلې مینې ښودولو دپاره او منځنۍ اسیا کې د پخوانۍ سترې جگړې د خاطرو د تازه کولو دپاره یو نادره سفر کړیدی. هغه قریب دیرش زره میله د سړک دلارې سفر کړیدی، چې نهه میاشتې مزل ېې د لندن نه تر افغانستانه او بیرته لندن ته وهلی ،هغه قریب د نهه ویشت ملکونو نه تېر شوی او د خپل ټول سفر په اړه ېې یو مستند فلم تیار کړیدی . چې نوم ېې دی  ستره لوبه. د منځنۍ اسیا د دیرش زرو میلو مزل ښاغلي جون بېډمور امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې ده  په لومړي ځل کال ٢٠٠٦ کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره اشنايي پیدا شوه،هغه وخت دی لندن کې سسکس د ټیم سره و او دوي د افغانستان د کرکټ ټیم سره یوه سیالي کړې وه. بیا په کابل ٢٠٠٩ کې دی کابل ته لاړ او هلته مو د بیا د افغانستان د کرکټ او د انگلستان د پوځیانو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته . هغه وايي چې ما دپاره دا ډیره جالبه وه چې د افغانستان خلک ډیر میلمه پاله دي ،نو فیصله مې وکړه چې د دوي د میلمه پالنې قرض به خلاصوم او دوي ته به یو ځل بیا د یوې بلې لارې نه راځم. هغه بیا په کال ٢٠١٣ کې د یوه اوږد او ستړیا نه ډک سفر کولو فیصله وکړه او  له لندنه را روان شو،د فرانسې، بیلجیم،.هالینډ،المان،پولینډ،یوکراین،روسېې ،جارجیا،ازربایجان،ترکمنستان ،ازبکستان او تاجکستان نه راتېر شو او د افغانستان واخان سیمې ته ورسید.  واخان ته په رسیدو ېې د بروغیل د پولې خلکو هرکلی وکړ او ده اته ویشت ماشومان او ځوانان راغونډ کړ او د کرکټ یوه لوبه ېې هم ورسره وکړه ،چې د همده ټیم وگټله. هغه دې سفر کې د بورس په نوم یو جیپ درلودو ،او بیرته هم هغې کې  د پاکستان ایران ترکېې دلارې انگلستان ته ستون شو. جون بېډمور وايي چې ده دپاره دا یوه تاریخي ورځ وه چې د هغه ځایونه بیا ولیدل چې یوازې د تاریخ په کتابونو کې ېې لوستلي وو. چرته چې قریب سل کاله مخکې د غرب او شرق یا د انگلستان او روسېې  ترمنځ ستره لوبه روانه وه. نن هم هغه ځای کې ده د افغان ماشومانو سره د کرکټ لوبه وکړه او اوس داسې ورته ښکاري چې د هغې سترې لوبې ځای کرکټ نیولی دی. د دې ټول سفر هره صحنه د کامرې په سترگه کې خوندي شویده او د یو مستند فلم په توگه به د اکتوبر په میاشت کې لندن کې نندارې ته وړاندې کیږي او د افغان کنکشن په نوم موسیسه چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کرکټ د ودې دپاره کار کوي، دې فلم د نمایش بندوبست کوي او د نندارې د لارې د لارې ترلاسه شوې پیسه به ېې افغانستان کې د نجونو په مکتبونو او کرکټ په میدانونو مصرفیږي. جون بېډ مور وايی زه ځان د افغانستان پوره وړی بولم او غواړم د دې مستند فلم د نندارې دلارې هرڅومره پیسې چې لاس ته راځي هغه بیرته افغانستان او کرکټ ته ورکړم. ځکه چې افغانستان مې خوښ او کرکټ مې عشق دی. د ښاغلي جون  بېډ مور د فلم گریټ گیم تهرټي تاوزنډ مایل اکراس سنټرل ایشیا باره کې نور معلومات دې لینک د لارې ترلاسه کول شئ. http://www.thegreatgamemovie.com/ که غواړئ د بېډ مور د فلم په اړه د فیسبوک د لارې نور معلومات هم ولرئ نو د فیسبوک پاڼه ېې هم تعقبولی شئ. https://www.facebook.com/TheGreatGameMovie/videos/1716077265321048/?pnref=story د ښاغلي جون بېډ مور د فلم ننداره به د لندن نه علاوه نورو هیوادونو کې زر کتونکو ته وړاندې شي .

16.08.2016 امریکا غږ

روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي

ایران وايي په سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له روسیې سره ستراتیژیکه همکاري لري او له یو بل سر پوځي امکانات شریکوي.

16.08.2016 امریکا غږ

بریښنا شرکت: ځینو ناامنو سیمو کې طالبان د بریښنا محصول ټولوي

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي‌ چې په ځینو ناامنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.

16.08.2016 امریکا غږ

د ګوانتانامو ۱۵بندیان عربي متحده اماراتو ته انتقال شول

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کسانو قضیې په هر اړخیز ډول ارزیابي شوي او عربي متحده اماراتو ته انتقال شویدي.

16.08.2016 امریکا غږ

ټرمپ: هغوی چې امریکا ته راځي باید په مفکوره یې پوه شو

دونالد ټرمپ غواړي د راتلونکې دوشنبې په ورځ هغوی چې امریکا ته راځي د هغوی مفکورو د معلومولو لپاره یوه نوې طریقه راوباسي. که د ښاغلي ټرمپ وړاندیز عملي شي نو دا به امریکا ته د خلکو د راتگ په پالیسۍ کې لوی بدلون وي. ښاغلی ټرمپ غواړي که جمهور رئیس وټاکل شي نو "واقعي بهرنۍ پالیسي" به وړاندې کړي او د "هیواد جوړونې" له پالیسۍ به لاس واخلي. د مهاجرت په اړوند د ښاغلي ټرمپ د نوې پالیسۍ له مخې به حکومت په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوښتنلیک کې د هغو کسانو د ملگرو او کورنیو له غړو سره د مرکو او نورو لارو دا معلوموي چې درخواست کوونکی د زغم او پلورالیزم په شان د امریکایي ارزښتونو ملاتړ کوي او که نه؟ دا لا څرگنده نه ده چې څنگه به امریکایي چارواکي د دغه پوښتنلیک رښتینوالي ثابته کړي او دا چې څومره مامورینو ته اړتیا ده چې دغه سخت کار بشپړ کړي. د ښاغلي ټرمپ کمپاین باید دا هم په ډاگه کړي چې آیا میلیونونه سیالانیان چې هر کال امریکا ته د راتللو پر وخت میلیاردونه ډالر مصرفوي د ویزې اخیستلو لپاره به نور اضافي تفتیش ته اړتیا  ولري او که نه؟ هغه همداشان غواړي ووایي چې د امریکا متحده ایالاتو ته اړینه ده د هر هغه چا سره په گډه کار وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې او نورو افراطي سازمانونو د له منځه وړل غواړي که څه هم چې په نورو کارونو کې هغوی له امریکا سره موافق نه وي. د ښاغلي ټرمپ د پالیسۍ لوړپوړی سلاکار ستفن میلر وایي "د ښاغلي ټرمپ وینا به دا په ډاگه کړي په داسې حال کې چې مونږ خپل ملگري نه شو انتخابولی، مونږ باید تل خپل دښمنان تشخیص کړو." د جمهوري غوښتونکي گوند د کاندید د بهرنۍ پالیسۍ د دوشنبې د ورځې وینا د هغه د کمپاین په یو سخت حالت کې کیږي. ښاغلی ټرمپ هڅه کوي چې په خپل پیغام ټینگ ودریږي خو د تیرې اونۍ د اقتصادي مسایلو د وینا په گډون یې د خپلې تگلارې اجنداوی په لمسوونکو اعلامیو سره تیارې کړې دي چې په هغو کې په غلطه د داعش د بنسټ ایښوونکي په توگه د جمهور رئیس اوباما تورنول شامل دي. له بلې خوا دموکراته کاندیده هیلري کلنتن په دې بوخته ده چې امریکایان په دې متقاعد کړي چې دونالد ټرمپ د هیواد د مشرۍ وړ نه دی. جمهوري غوښتوونکي امنیتي کارپوهان هم وایي چې دغه میلیاردر سوداگر د جمهور رئیس په توگه د نړیوالو مسایلو پوهه نه لري.

15.08.2016 امریکا غږ

حج او هوښیاره چترۍ

د لمر په انرژۍ فعاله چترۍ د حج په کلنیو مراسمو کې ډیر سهولت رامنځ ته کوي

15.08.2016 امریکا غږ

سعوي ایتلاف یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بمبارد کړی

راپورونه وايي چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو په یو روغتون برید کړی اووه تنه یې وژلي.

15.08.2016 امریکا غږ

د کابل شپږیزه کرکټ لیگ څلور ټیمونه دویم پړاو ته ووتل

  په کابل کې د کورني او تجارتي کرکټ لیگ چې د شپږیزې په نوم د تېرو څلورو کالو نه هر کال کیږي، څلورم پړاو په سیالیو کې شپږ ټیمونو په لومړي راونډ کې برخه  واخیسته،چې تر ننه شوو سیالیو د نتیجو په اساس څلور ټیمونه بل راونډ ته ووتل. د تېر کال د شپږیزې د کرکټ سیالیو قهرمان ټیم سپین غر ټیم ونکړی شو چې د خپل گټلي جام دفاع وکړي او په لومړي پړاو کې د یوازې یوې سیالۍ په گټلو سره د دویم راونډ نه پاتې شو. دویم پاتې شوی ټیم د بست ساتونکو و چې څلور سیالۍ ېې کړي او څلور واړه ېې بایللي نو دې سره د دې سیالیو د اولو څلورو ټیمونو د لست نه پاتې شول. کوم ټیمونه چې د د ې سیالیو بل پړاو ته ووتل ،هغې کې د کابل بازان،د امو نهنگان،د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلان شامل دي. سبا بند امیر ښاماران د بست ساتونکو سره وروستۍ سیالي لري، چې هغې نه پس به معلوم شي چې کوم ټیم اول دویم دریم او څلورم اخلي او بل راونډ کې به د چاسره مخامخ کیږي. د شپږیزې د کرکټ سیالیو د جدول په اساس د سبانۍ سیالۍ نه پس چې کوم ټیم جدول کې اول مقام ولره هغه به یو ځل د دویم مقام لرونکي ټیم سره سیالي کوي، که ېې وگټله نو فاینل ته ووځي. که نه نو گټونکی به فاینل ته ځي او بیا به د دریم او څلورم منځ کې کیدونکې سیالۍ کې چې هر ټیم وگټله ،هغه سره به بیا سیالي کوي او گټونکی به فاینل ته ووځي. نن د شپږیزه کرکټ لیگ په شپږمه ورځ لومړۍ سیالي د سپین غر زمریانو او مس عینک اتلانو ترمنځ وه چې د دواړو دپاره ېې حیاتي ارزښت درلودو،هر چا چې گټلې هغه مخکې تلو او بایلونکی د بل راونډ نه  پاتې کیده. چې نتیجه ېې د مس عینک اتلانو په گټه تمامه شوه. د لوبې غوره لوبغاړی احسان جنت وبلل شو. دویمه سیالي د ټورنامنټ د سر ټیم کابل بازانو  چې خپلې څلور سیالۍ ېې گټلې وې، د بند امیر ښامارانو ترمنځ وه،چې په حيرانونکي توگه د بند امیر ښامارانو ټیم ورته ماتې ورکړه. د دې باوجود چې د کابل بازانو کې د کرکټ د ملي ټیم تکړه او پیاوړي لوبغاړي شامل دی، د بند امیر ښامارانو ځوان لوبغاړي نوید عبید ډیره زړه ور لوبه وکړه او د شهزاد محمدي او نجیب ترکي په مټ ورکړل شوی ستر هدف ېې ترلاسه کړ. په شپږیزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د سر لوبغاړي شهزاد محمدي، محمد نبي ،اصغر ستانکزی، دولت ځدران، میرویس اشرف، جاوید احمدي، نجیب  ځدران،راشد ارمان ډیر ښه ځلیدلي. دې نه علاوه د الف  ټیم او نولس کلنو لوبغاړو هم خپله وړتیا ښودلې چې دا د کرکټ د ایندې دپاره یو ښه زیری بلل کیږي.

15.08.2016 امریکا غږ

د هند صدراعظم : د پښتنو په درد او غم کې شریک یم

نریندرا مودي نن د خپل هیواد د آزادۍ ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په پیښور کې وروستیو ترهگریزو بریدونو ته په اشارې، د پښتنود کړاونو یادونه وکړه.

15.08.2016 امریکا غږ

نوي اسناد: داعش په اسلام ناپوه خلک استخداموي

اسوشیټډ پرس داسې اسناد ترلاسه کړي چې داعش تر نورو ډېر هغه خلک په نښه کوي چې په اسلام کم وپوهیږي او ژر جذب شي.

15.08.2016 امریکا غږ

ترکیې اروپایي اتحادیې ته خبرداری ورکړ

د ترکیې چارواکي وايي اروپایي ټولنه د اکتوبر تر میاشتې ترکانو ته د آزاد او پرته له ویزې سفر کولو امتیاز ور نه کړي، انقره به د هغې اتحادیې سره د مهاجرینو د مخنیوي له تړون تیره شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو وایي"... د اروپایي ټولنې سره خبرې روانې دي خو څرگنده ده چې مونږ یا ټولې پریکړې یو ځای پلي کوو او یا دا چې له ټولو تیریږو". هغه وایي داسې نه کیږي چې ټول ښه شیان اروپایي ټولنه ترلاسه کړي او ترکیې ته هیڅ شئ ونه رسیږي. ترکیې د روان کال د مارچ په میاشت کې د اروپایي ټولنې سره موافقه کړې وه چې د مهاجرینو د کړکیچ په هکله ددې اتحادیې د هڅو په چوکاټ کې به اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د تگ ونیسي. په بدل کې اروپایي ټولنې انقرې ته څو میلیارده ډالر مرسته ورکړه او ژمنه یې وکړه چې ترکانو ته به له ویزې پرته دغې اتحادیې ته د آزاد سفرکولو اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې تر اوسه نه ده پلې شوې. په دې ترڅ کې د ترکیې د جولای د ١٥ ناکامې کودتا وروسته د انقرې او لویدیځ ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي. اروپا او د امریکا متحده ایالات د انقرې له لورې د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې د قوانینو او له هغې وړاندې د کودتا وروسته په هغه هیواد کې د ترکیې حکومت له لورې د کودتاچیانو پر وړاندې د سخت چلند څخه اندیښمن دي او په همدې خاطر یې اروپا ته د ترکانو د آزاد سفر کولو امتیاز ځنډولی دی. د رویټرز خبري اژانۍ وايي لویدیځې نړۍ سره د ترکیې د ناندرو زیاتوالی حتا د شمالي اتلانتیک په تړون ناتو کې ددې هیواد غړیتوب ته گواښ رامنځ ته کړی دی، او انقره یې دې ته اړ کړې ده چې د روسیې سره خپلې اړیکې ښه کړي. خو ښاغلي چاوش اوغلو وایي ترکیه ددې تر څنگ چې د ناتو سازمان یوه مهمه ملاتړې ده، د نورو لارو چارو لټه هم کوي. هغه وویل "څرگنده ده چې مونږ د نورو شریکانو سره د وسلو د سیتمونو په راکړه ورکړه کې همکاري لرو، ځکه په ناټو کې زمونږ ځینې شریکان د مثال په توگه مونږ ته د دافع هوا د سیستمونو د خرڅلاو او یا د معلوماتو د تبادلې اجازه نه راکوي".

15.08.2016 امریکا غږ

عبدالله: څرګندونې مې د نظام ړنګولو په معنی نه دي

عبدالله وايي، چې د ولسمشر غني په اړه یې د احساساتو له مخې څرګندونې نه دي کړي او دا څرګندونې د نظام د ګواښلو او له منځه وړلو په معنی هم نه دي.

15.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more