ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جرمني کې د اسلامي مرکزونو لپاره امنیتي تدابیر زیاتیږي

په جرمني کې پولیس وایي په اسلامي مرکزونو کې پدې خاطر امنیتي تدابیر زیاتوي چې د احتمالي بریدونو او چاودنو مخه ونیول شي.

28.09.2016 امریکا غږ

مودي په اسلام اباد کې د سارک په غونډې کې گډون نه کوي

هند اعلان کړیدی چې صدراعظم نریندر مودي به راتلونکي میاشت په اسلام اباد کې په سیمه ایزه غونډه کې گډون ونکړي.

27.09.2016 امریکا غږ

رئیس احمدزی: بنګلدېش سره دویمې لوبې ته به ځیني لوبغاړي بدل شي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې شاید له بنګلدېش سره د چهارشنبې د ورځې په لوبې کې په افغان لوبډلې کې ځینې تغیرات راشي.

27.09.2016 امریکا غږ

په امریکا کې ٥٢ کلنه جگړه پای ته ورسیده

د دوشنبې په ورځ د کولمبیا د حکومت او د یوې پخوانی یاغي ډلې، د کولمبیا انقلابي وسله وال غورځنگ (فارک) ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو او د امریکا په لویه وچه کې تر ټولو اوږده چریکي جگړه پای ته ورسیدله. د کولمبیا د انقلابي وسله وال غورځنگ (فارک) رهبر راډریگو لندنو چې په تیموچینکو باندې مشهور دی، د تړون تر لاسلیک کولو وروسته وویل "هیڅوک له خپلې ایدیالوجي (نظریې) تېر شوي نه دي". د یاغي ډلې مشر له هغو ټولو خلکو بښنه وغوښتله چې ددې غورځنگ د پنځو لسیزو په مبارزه کې چا ته تکلیف رسیدلی وي. په کولمبیا کې په دوپنځوس کلنه جگړه کې څو میلیونه خلک بې کوره شوي دي او تر دوه سوه پنځوس زرو ډېر وژل شوي دي. فارک خپله چریکي جگړه د مخدره موادو د قاچاق له لارې تمویلوله او د امریکا په لویه وچه کې وروستی وسله وال تحریک و چې د دیموکراسی پر ضد یې د کیوبا او پخواني شوروي اتحاد له کمونیستي نظریې الهام اخیستی و. د سولې د تړون د لاسلیکولو پر مهال د کولمبیا جمهور رئیس یوان منوال سانتوس وویل چې جگړه بس ده او د یاغي ډلې د مشرانو هرکلی یې وکړ "زه دیموکراسي ته ستاسې هرکلی کوم، خپلې وسلې په قلمونو او د خلکو پر رایو بدلې کړی". نړیوال ملاتړ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل چې عموماً هغه د اسامبلۍ د سرمشریزې غونډې په ورځو کې چرته نه ځي خو ددې تړون د ملاتړ په خاطر پخپله کولمبیا ته راغی. ښاغلي بان کي مون زیاته کړه "زه ددې لوریو څخه مننه کوم چې د اوربند درناوی یې وکړ او فارک یوشمېر زندانیان خوشي کړل. دواړو لوریو د بشري حقونو څخه د سرغړونې بښنه غوښتي چې دا هم د مصالحې پر لور ستر گام دی". د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم خبریالانو ته وویل چې که تړون په سم ډول عملي شي، متحده ایالات کیدای شي چې د فارک ډله د ترهگرو له لست څخه وباسي. ښاغلي کیري زیاته کړه "د سولې اعلان یوه خبره ده، اصل کار ددې موافقې عملي کیدل دي، نو وبه گورو چې څه کیږي، خو موږ دیته چمتو یو چې د ترهگرو لست ته بیا کتنه وکړه". راتلونکي گامونه په موافقتنامه کې ویل شوي دي چې د فارک ډله به د ماینونو په پاکولو کې د متحده ایالاتو او ناروې له هیوداونو سره مرسته کوي. په نړۍ کې له افغانستان نه وروسته په دویم نمبر تر ټولو ډېر ماینونه په کولمبیا کې خښ شوي دي او د ١٩٩٠ کال راهیسي ١١ زره کسان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي. د سولې دغه تړون مخالفین هم لري خو ټاکل شوې ده چې د اکتوبر په دویمه نیټه به د یوې ملي ټولپوښتنې له لارې تائید شي. که د فارک سره تړون بریالی هم شي، په کولمبیا کې بشپړه سوله نه ټینگیږي ځکه چې د لینن او مارکیستي افکارو یوه بله وړه ډله به بیا هم د حکومت پرخلاف جنگیږي. 

27.09.2016 امریکا غږ

پاکستان پر ډیورېنډ کرښې امنیتي پوستې جوړوي

د پاکستان پوځ وايي د اورپکو د تګ راتګ او مخنیوي لپاره د ډیورېنډ پرکرښې امنیتي چاوڼۍ جوړوي او د جوړېدو کارونه یې ۲۰ په سلو کې بشپړ شوي دي.

27.09.2016 امریکا غږ

ایا غواړئ امریکا ته راشئ؟

متحدو ایالتونو د نویو کډوالو د منلو لپاره دلاټرۍ یا قرعه کشي پروګرام بیا پیل کړی دی. دغه قرعه کشي د اکتوبر په څلورمه نېته پيلیږي او د نومبر تر اوومې نېټې به روانه وه. امریکا هر کال له دغې لارې شاوخوا ۵۰زره خلک متحدو ایالتونو ته غواړي. په دغې قرعه کشۍ کې تر ډېره د هغو هېوادونو وګړو ته چانس ورکول کیږي، چې په امریکا کې یې نفوس کم دی. دغه قرعه کشي وړیا ده، خو یوازې د دغې قرعه کشۍ د رسمي ویپاڼې www.dvlottery.state.gov له لارې ورته داخله کېدی شي. داسې ویپاڼه هم شته چې جعلکارانو د خلکو د غولولو او پېسو د ترلاسه کولو لپاره جوړې کړي دي. افغانستان هم د هغو هېوادونو په لست کې دی، چې په دغې قرعه کشۍ کې برخه اخیستلې شي. خو پاکستان، هند، بنگلدیش، برازیل، کاناډا، چین، کولمبیا، د ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، السلوادور، هایتي، جامایکا، مکسیکو، نایجریا، فلیپین، پیرو، جنوبي کوریات، برتانیا او ویتنام هغه هېوادونه چې په دغې قرعه کشۍ کې شامل نه دي، ځکه چې د دغو هېوادونو وکړي په امریکا کې ډېر دي او د قرعه کشۍ په شرایطو برابر نه دي. د نوملیکنې شرطونه د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه اسانه ده، خو د قرعه کشۍ مرحلې ته د رسېدو لپاره باید د فورمې په ډکولو کې ډېر دقت وشي. د افغانانو لپاره اولنی شرط دا دی چې باید په خپله نوم لیکونکی او میرمن/مېړه یې افغانان وي، که تاسو په افغانستان کې زېږېدلي هم نه یاست، خو که مو مور او پلار د افغانستان وي، په قرعه کشۍ کې برخه اخیستلی شئ. هر کس یو وارې دا فورمه ډکولی شي، که له یو وارې مو د ډېرو فورمو د ډکولو هڅه وکړه، شاید نوم مو له لست څخه پاک شي. مېړه او ښځه باید جلا فورمې ډکې کړې، که اولادونه لرئ، د اولادونو لپاره هم جلا فورمې ډک کیږي. د دغې قرعه کشۍ بل مهم شرط دا دی چې باید له دولسم ټولکي څخه فارغ وي او یا لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولرئ. په فورمه کې د تصویر برخه هم ډېره مهمه ده، چې باید د امریکا د ویزې د شروطو برابر تصویر واخیستل شي. د دغې قرعه کشۍ په اړه د نورو معلوماتو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت فارسي ویپاڼه وګورئ.

27.09.2016 امریکا غږ

د ملا رسول ډلې د حکومت او حکمتیار ترمنځ د سولې د تړون هر کلی وکړ

د افغانستان د سولې عالي شورا د ملا رسول په مشرۍ د وسله‌والو طالبانو بیلې شوې ډلې له دریځ څخه، چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ یې د روغې جوړې ملاتړ کړی، هرکلی کړی دی.

27.09.2016 امریکا غږ

د ناټو قوماندانان د تبلیغاتي جنګ په بایللو اندېښمن دي

د ناټو قوماندانان وايي لویدیځ باید د هغه تبلیغاتي جنګ سره د مبارزې لپاره نور اقدمات هم وکړي، چې مخالفانو پیل کړی دی. د ناټو قوماندانانو خبرداری ورکړی چې د روسیې په څېر هېوادونه د مطبوعاتو د ازادۍ نه غلطه استفاده کوي او په لویدیځ کې ناسم معلومات خپروي. " مختلط جنګي وسایل" او د هغوی کارول هغه تکتیک بلل کیږي، چې کریملین په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا د نیولو لپاره کاروه، دا هغه وخت و چې د "شنو جامو" په نامه مجهزو او نامعلومه وسله والو په سیمه کې د اوکراین پر پوځي تاسیساتو بریدونه کول. روسیې په لومړي سر کې له دغو وسله والو سره د اړیکو لرلو خبره رد کړه، خو وروسته بیا د اوکراین په ختیځ کې هم همداسې یوه ډله پېدا شوه. لا هم د روسیې له ملاتړه د برخمن اورپکو او اوکراین ځواکونو ترمنځ جنګ روان دی.  لویدیځ تر برید لاندې دی تېره اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د اوکراین ولسمشر پېټرو پورېشېنکو وویل چې د ټولې لویدیځې نړۍ پر ضد مختلط اطلاعاتي وسایل کارول کیږي. هغه وویل " سیاسي فشار، ښکاره تبلیغات، په انتخاباتي مسایلو کې مداخله، اقتصادي فشار، استخباراتي فعالیت، پوځي عملیاتونه، انټرنټي بریدونه او د ډیپلوماتیکو اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستل د دغه نا اعلان شوي جنګ پرمختلي او دوستانه تګلارې دي. " اخوا، په لندن کې د رایل یونایټډ په انسټیټیوټ کې په یوې غونډې کې د ناټو د ستراتیژيکو اړیکو مشر، جانیز سارټز، وویل چې لویدیځه نړۍ پټ پټونی کوي. هغه وویل " ټکنالوژي زموږ ده. د بازار موندنۍ قوي مارکیټونه زموږ په هېوادونو کې دي. خو بیا هم ځیني مختلف لوبغاړي لکه روسیه، داعش او چین زموږ د ګوښه کولو هڅه کوي." په دغه کنفرانسن کې همدغه راز د روسي رسنیو د نشراتي ساحې د پراخولو په اړه هم بحثونه وشول، په خاص ډول د روسیې د ۲۴، روسیه نن او آر ټي چاینلونو د پروګرامونو په اړه، چې معمولآ د تبلیغاتو په خپرولو تورن دي. خو د یکانمسټ ایډیټر اډوارډ لوکاس وویل چې دا ډول خپرونې ژورنالیزم نه دی. تر دې مخکې ځینو امریکايي چارواکو او ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه، چې د لویدیځ ضد د ځينو قدرتونو سربېره د داعش په څېر ترهګرې ډلې هم د ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو د ازادۍ له لارې ناسمه استفاده کوي او غلط معلومات خپروي. د امریکا د دفاعي چارواکو مشرانو انټرنټي نړۍ د اورپکو پر ضد د جګړې یو بل ډګر بللی دی.

27.09.2016 امریکا غږ

کندز کې د ملي اردو ۱۲ تنه سرتیري خپلو دوه تنو ملګرو وژلي

د کندز د ښار اړونده سیمه کې د ملي اردو په هغه لوی بیز کې چې ښار ته یې د طالبانو د داخلیدو مخه نیولې وه ۱۲ تنه د ملي اردو عسکر د خپلو دوو ملګرو له خوا وژل شوي دي.

27.09.2016 امریکا غږ

د جمهوري ریاست په لومړنۍ مناظرې کې د اختلاف ټکي زیات و

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو تر منځ په لومړنۍ مناظرې کې په اقتصادي، سوداګرۍ، ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ خبرې شوې.

27.09.2016 امریکا غږ

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مناظرې اصول

مناظره د واشنګټن پر وخت د شپې په نهو بجو پیل کیږي او لومړۍ پوښتنه به د دیموکرات د ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن نه کیږي.

27.09.2016 امریکا غږ

پاکستان د انګور اډې بندر تړلی

د پکتتيکا د سرحدي سيمو قومي مشرانو ګواښ کړی که د انګور اډې لار خلاصه نشي دغلته جوړ شوي تاسيسات به ونړوي.

26.09.2016 امریکا غږ

مودي: "زمونږ وینې او اوبه یوځای پاکستان ته نشي بهیدلی"

د هند او پاکستان ترمنځ د تازه کړکیچ په غبرگون کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي دي چې  "اوبه او وینې نه شي کیدای چې په یو وخت کې پاکستان ته روانې شي."

26.09.2016 امریکا غږ

په سوریې کې د اوربند د ماتیدو دلیلونه

د اوربند د موافقې تړون وروسته له هغې مات شو چې تیره اونۍ په سوریې کې د مرستو پر کاروان هوایي برید وشو.

26.09.2016 امریکا غږ

پاکستان، هند ته:که ثبوت لرې وړاندې شه، که نه، نو غلی شه

پاکستان د صدراعظم لوي سلاکار سرتاج عزیز په هندي کشمیر کې د اوري نومی سیمې پر پوځي اډې باندې د برید د سپیناوي دپاره د خپلواکې نړیوالې څیړنې غږ کړی دی.

26.09.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more