BBC
 شاته

افغانستان کې د بېوزلۍ کمولو لپاره نړیوال بانک ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک ویلي؛ افغانستان کې د مالي نظام پیاوړتیا او د څښاک اوبو ته د لاسرسۍ زیاتوالی په څېر د ټولنیزو خدمتونو برابرېدو په موخه د ۱۲۰ میلیون ډالرو مرسته کوي. ددغو مرستو اصلي موخه د دولت پیاوړتیا او د کورنیو ظرفیتونو د لوړولو له لارې د بېوزلۍ کچې راکمول دي.