BBC
 شاته

"د افغانستان مونالیزا" خوشي کولو او هيواد ته ستنولو ډیپلوماتیکې هڅې

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي؛ پاکستان کې نیول شوې مشهوره افغان مېرمنه شربت ګله به ډېر ژر له زندانه ازاده شي. زاخېلوال وایي؛ د شربت ګلې پاکستانۍ پېژندپاڼه جعلي نه ده او نه هم د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې، بلکې حکومت ورکړې.