شاته

پاکستاني ناموسي قاتلین د عدالت له منگلو څنگه خلاصیږي؟

پاکستان کې هر کال سلګونه ښځې د هغه څه له امله چې ناموسي وژنې بلل کيږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ددغه هېواد په اړوندو قوانینو کې نیمګرتیاوي ددې لامل شوي دي چې قاتل دعدالت له منګلو وتښتي. هغه داسې چې د وژونکي د کورنۍ غړي او نږدي خپلوان کولای شي چې هغه وبخښي.

خو اوس د پاکستان پارلمان په قانون کې د یو لړ بدلونونو په راوستو د کورنیو په حقوقو کې بدلون راوستی دی.

سومیرا، شپاړلس کلنه وه چې د خپل کور ترڅنګ داسې ووژل شوه چې د کوڅې ماشومانو یې د ژوند د وروستيو سلګيو په ليدو ورته ژرل. د هغې ورور چې خپله خور ېي له یو سړي سره د خبرو په تور ووژله، تيلفون په لأس د خور د مړي ترڅنګ ناست و.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، پاکستانۍ مُډلې، قندیل بلوڅ، د خپلو انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو له امله د خپل ورور په لأس په قتل ورسیده.

د پاکستان په محافظه کاره ټولنې کې د ښځو او نارینو ترمڼخ ناسته ولاړه سخته څارل کيږخي.

له ټولنیزو دودنو هر ډول سرغړونه په ځانګړې توګه د ښځو لخوا شرم بلل کیږي داسې چې په اکثرو مواردو کې د ښځو د سر په بیه تمامیږي.

د مدني ټولنې فعالان پدې باور دي چې په قانون کې نیمګرتیاوې مجرمین له لازمې سزا معاف کړي دي.

د پاکستان په قوانینو کې قتل یواځې د یو شخص پر وړاندې جرم ګڼل کیږي، داسې چې نږدي خپلوانو ته له قاتل څخه د غج اخیستو یا عفوې حق ورکوي.

د بشري حقونو فعاله، طاهره عبد الله، پدې اړه داسې وایي، «هغه څه چې په ناموسي وژنو کې کیږي دادي چې که په یوې کورنۍ کې یوه ښځه ووژل شي، نو لومړی ښځې او بیا وروسته نارینه یو بل عفو کوي. که چیري پلار قتل ترسره کړی وي نو ځوی ېې ورته عفو کوي او که چیرې ورور قتل کړی وی نو ورور، کاکا او یا ماما یې عفو کوي.»

د ښځو فعالانې وایې په قتل سره غیرت نه ترلاسه کیږي او اړتیا ده چې د ناموسي وژنو اصطلاح له سره تعریف شي.