این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
د افغان سفارت تړل کیدل او د هند مېشتو افغانانو ستونزې
په هند کې د افغان سفارت تړل کیدو هغلته مېشت افغانان له قانوني ستونزو سره مخ کړي دي. یاد شوي سفارت د جمعې په ورځ د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د سفارت کیلي یې هندي چارواکو ته سپارلې ده. دغه اقدام په هندوستان کې مېشت زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
د تحلیلګرانو شبکه: له پراختیایي پروژو پرته به د کوکنارو مخنیوی طالبانو ته ستونزمن وي
د زهرو کاروان په دی خپرونه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ارزونې جزیات اورئ . په دغه ارزونه کې راغلي که په افغانستان کې پراختیایي پروګرامونه تطبیق نه شي، د دویم کال لپاره د کوکنار د کښت مخنیوی به د طالبانو حکومت لپاره اقتصادي او سیاسي ستونزې پیدا کړي. له فراه ولایت څخه په یوه راپور کې اورئ چې خلک او معتادین نشه یي موادو ته له اسانه لاسرسي شکایت کوي. له یوه اروا پوه سره په مرکه کې مو له هغه څخه د اعتیاد او کډوالۍ ترمنځ د اړیکې په اړه پوښتلي. د خپرونې په دوام به د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه واورئ. د زهرو کاروان خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:
په اروپايي ښارونو کې د کرسمس په درشل کې جشنونه
د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په درشل کې په ټولو اروپايي ښارونو کې تیارۍ پیل شوې دي. په کورونو کې دننه خلک د کرسمس ونې ږدي او په ښارونو کې جشنونه روان دي، ځکه کرسمس چې د حضرت عیسي (ع) د زېږېدو ورځ ده، د عیسویانو تر ټولو لوی مذهبي مناسبت دی.
په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر ډېروالی
په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ له زیاتیدو سره، ډېرې کورنۍ پر خپلو ماشومانو کار کولو ته اړ شوې دي. د ماشومانو د ساتنې سازمان د شاوخوا ۹ میاشتې مخکې راپور کې یې وویل چې شاوخوا یو میلیون ماشومان درنو کارونو ته اړوتي او دا شمېر په زیاتیدو دی.
زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
متفاوت ښوونکی؛ محمد الله مسعود څنګه نجونې فکر کولو ته هڅوي؟
محمد الله مسعود په پکتیا ولایت کې د نجونو په یو ښوونځي کې ښوونکی دی. دی زده کړو سره د نجونو د لېوالتیا، د دوی د وړتیاوو او راتلونکو هیلو په اړه جالبې خبرې لري. نن د نومبر ۲۵ مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده. د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو او تحصیل راګرځولې دي. دا راپور چې د ازادي راډیو خبریال جوړ کړی د ښوونکي محمدالله مسعود په غږ پیلېږي. د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
کندهار ته ستنې شوې مېرمنې او د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند کیسې!
د نومبر ۲۵ د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ! له پاکستانه د سپین بولدک له لارې کندهار ته ستنې شوې افغانې مېرمنې هلته د پاکستاني پولیسو لخوا د ورسره شوي تاوتریخوالي کیسي کوي. دغه مېرمنې چې اکثره یې د کورونو سرپرستي پر غاړه لري وایي، په پاکستان کې هر څه ترې پاتې شوي او هېواد ته په راستنېدو د سرپنا په ګډون نورو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري . په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
اوومه ورځ ؛ له سعید شینواري سره
د اونۍ مهمو پېښو ته کتنه