BBC
 شاته

اردوګان: له حکومتي بنسټونو به د "ویروس" جرړې وباسم

د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي، د ناکامې کودتا په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي او د "کولو بهیر روان دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له حکومتي بنسټونو د "ویروس" جرړو ایستلو ژمنه کړې ده.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ وايي، د ناکامې کودتا د هڅو په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي دي.

نوموړی وايي، د نورو کسانو او د "پاکولو عملیات" دوام لري.

ترکي خبري رسنیو ویلي، سعودي عربستان په کویت کې "ناکامې کودتا هڅه کې د لاس لرلو په تور" د ترکیې پوځي اتاشه نیولی.

د ترکیې جنوبي قونیې هوايي اډه کې د امنیتي ځواکونو او "انقلابي عناصرو" ترمنځ نښتې شوې. د یادې اډې واک د حکومتي ځواکونو په لاس کې دی.

د استانبول دویم هوايي ډګر کې هم ګهیځ نښتې شوې دي.

یوه ترکي چارواکي ویلي، امنیتي ځواکونو هوايي ډګر ته څېرمه د مطلوبو "انقلابي عناصرو" له نیولو مخکې د خبرداري پاڼې وېشلې دي.

د یکشنبې په ګهيځ په جنوب لوېدیځ دنیزلي ولایت کې د یوې پوځي اډې قومندان او تر ۵۰ ډېر نور پوځيان هم نیول شوي دي.

Image copyright AP
Image caption د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ وايي، د ناکامې کودتا د هڅو په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي دي.

په نیول شویو کې د ولسمشر اردوګان یو جګپوړی پوځي سلاکار ډګروال علي یازیسي او د پوځ درېیمه جګپوړې رتبه لرونکی قومندان اردال اوزتورک، قومندان ادم حدوتي او د هوايي ځواک مخکینی قومندان اکن اورزتورک هم دي.

انادولو خبري رسنۍ د "ترکي دیپلوماتیکو سرچینو" له خولې ویلي، سعودي عربستان میکاییل ګللو دمام ښار کې د پاچا فهد پر نړیوال هوايي ډګر توقیف کړ. نوموړي له کویت نه اروپا ته د تښتېدو هڅه کوله.

د سرچینې په وینا، ترکیې ته د نوموړي د ستنولو لپاره قانوني چارې پیل شوې.

Image caption فتح الله ګولن کودتا کې د ده لاس لرل ردوي

انادولو وايي: "کودتاچیانو پلان درلود چې ګللو د ترکیې د دفاع وزارت اړوندو کیمیاوي او میخانیکي صنعتونو د مؤسسو لوی مدیر وټاکي".

ریاض او انقرې تر اوسه د ګللو د نیول کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

سرچینه زیاتوي، یونان ترکیې ته ویلي وو، هغه اته پوځي ترکي پوځيان به ورته وسپاري، چې له ناکامې پوځي کودتا وروسته یونان ته د سیاسي پناه اخیستو لپاره تښتېدلي وو.

Image caption د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ناکامې کودتا له کبله د وژل شویو شمېر ۲۹۰ ته پورته شوی، چې تر ۱۰۰ ډېر پکې د کودتا ګډون کوونکي دي.

د یونان لومړي وزیر الیکسیس تسیبراس د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم ته ویلي، هېواد یې د هغو پوځيانو د قانوني سپارلو لارې چارې لټوي، چې په الوتکه کې د یونان الکسندروپولي ښار ته تښتېدلي دي.

دغه پوځيان د یکشنبې په ورځ د یونان قضايي ارګان ته سپارل شوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ناکامې کودتا له کبله د وژل شویو شمېر ۲۹۰ ته پورته شوی، چې تر ۱۰۰ ډېر پکې د کودتا ګډون کوونکي دي.

په نیولو شویو کې د ترکیې یو مشهور قاضي الب ارسلان التان هم دی.

اردوګان ویليو په کودتا کې ښکېل کسان به ډېر زیان ووني، چې په وینا یې "دا د خدای ورکړه وه... ځکه چې زموږ د پوځ د پاکولو یوه پلمه پیدا شوه".

پر همدې مهال، امریکا هغه "ښکاره اشارې" رد کړې، چې ګني امریکا د ترکیې ناکامې کودتا ترشا وه. امریکا دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره "زیان رسوونکې" بللې دي.

Image copyright EPA
Image copyright Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، دا ډول ګومانونه "په قاطع ډول جعلي" دي.

Image copyright AP