شاته

ماشومان باید د ورځې څو ساعته کمپیوتري لوبې وکړي؟

د یوې نوې څیړنې له مخې هغه ماشومان چې د ورځې له یو ساعت څخه زیات په ویدیو گیم تیروي، ښایي د بدن د حرکتونو او سلوک له ستونزو سره مخامخ شي.

ددې څیړنې موندنې همداشان ښیي هغه ماشومان چې د کم وخت لپاره لکه په اونۍ کې یو یا دوه ځلې په کمپیوتري لوبو بوخت کیږي، ښایي د ادراک او پوهې له ظرفیتونو خوند واخلي.

ددې څیړنې لیکوال ډاکتر هیسوس پوهول د یو ایمل په ځواب کې د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "دا رښتیا ده چې زمونږ ماشومان د خپل وخت یوه څه موده د هغو پردو مخ ته تیروي چې ښه او حتی اړینې دي." خو د کارپوهانو په اند بیا هم باید دغه کار محدود وي.

ښاغلی پوهول وایي چې باید د بدني فعالیتونو د ترکیب او د کمپیوتري سرگرمیو ترمنځ انډول وساتل شي. ځکه د هغه په وینا په گیم او کمپیوتر باندې د ماشومانو دوامداره بوختیا هغوی د خلقي او بدني ستونزو سره مخامخ کوي.

پوهانو د ٧ او ١١ کلونو ترمنځ ۲۴۴۲ ماشومان چې په دې څیړنه کې شامل وو په کمپیوتري لوبو باندې د بوختیا د مودې له نظره څارلي دي.

په دې څیړنه کې د شاملو ماشومانو له هرو پنځو څخه یو یې اصلاً خپل وخت په کمپیوتري لوبو نه تیراوه، خو داسې ماشومان هم په کې شامل وو چې هغوی د "افراطي گیم بازانو" په توگه یادیدل او لږ تر لږه په اونۍ کې یې ١٨ ساعته په ویدیو گیم تیراوه.

په ویدیو گیم او کمپیوتر باندې د ماشومانو د مشغولتیا اوسط حد په اونۍ کې څلور ساعته و، او هلکانو د نجونو په پرتله دوه ساعته زیات وخت په دغو لوبو تیراوه.

ددغه رپوټ په بنسټ هغو ماشومانو چې هر څومره زیات وخت یې په کمپیوتري لوبو تیر کړی و په هماغه اندازه والدین یې د هغوی د سلوک او خلقي ستونزو نه شکایت کاوه.

دغې څیړنې همداشان د ماشومانو د حافظې د غبرگون چټکتیا، پاملرنه او فعالیت څیړلی دی. په گیم باندې په اونۍ کې یو ساعت مشغولتیا د هغوی د غبرگون د چټکتیا لپاره گټوره ثابته شوی ده.

خو د څیړنې په پای کې د گیم کوونکو ماشومانو او هغو ماشومانو ترمنځ چې دغه لوبې یې نه کولې د پاملرنې او د حافظې د مهارتونو له درکه هیڅ تفاوت ونه لیدل شو.

ددې نوې څیړنې محدودیت دادی چې د ماشومانو د کړنو او سلوک په هکله د میندو او پلرونو د رپوټونو په بنسټ جوړه شوی ده چې کیدای شي هغوی په گیم باندې د ماشومانو د مشغولتیا موده په دقیقه توگه نه وي سنجولي.

خو په دې څیړنه کې یو شامل څیړونکی وایي دا نوې څیړنه نظارتي ده او د ماشومانو پر سلوک او حرکتي فعالیت باندې د کمپیوتري لوبو د بوختیا مستقیم اثر نه څرگندوي.

همداشان مشکله ده چې دغه څیړنه د کمپیوتري لوبو د مختلفو ډولونو احتمالي گټه او یا تاوان په ډاگه کړي.