BBC
 شاته

هوايي برید سوریه کې ۳۳ ترکي سرتیري وژلي

سوریه د انځور حقوق AFP

لوړپوړو ترکي چارواکو ویلي چې د سوریې په ادلب کې د سوریې د "رژیم ځواکونو" په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۳ ترکي سرتیري وژل شوي دي.

د ترکیې د هتای ولایت والي رحیم دوګان ویلي، پېښه په ادلب کې شوې او ډېری سرتیري هملته وژل شوي دي.

ځینې رپوټونه بیا د وژل شویو شمېر لوړ بولي. ترکیه اوس د سوریې د حکومتي ځواکونو په نښه کولو سره دې برید ته غبرګون ښيي.

رپوټونه وايي چې دې هېواد د سوري ځواکونو پر ځینونو هدفونو بریدونه کړي دي.

ترکي ځواکونو پر سوریايي هدفونو له هغې وروسته بریدونه پیل کړي چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په دې تړاو بېړنۍ غونډه وکړه.

د سوریې ځواکونه چې د روسیې ملاتړ لري، هڅه کوي چې ادلب ښار له هغو وسله والو ونیسي چې د ترکیې ملاتړ لري.

د انځور حقوق AFP/Getty

تر اوسه د برید په تړاو سوري چارواکو څه نه دي ویلي.

د ترکیې ولسمشر غواړي د سوریې حکومتي ځواکونه دې له هغو سیمو په شاه شي چې ترکیې هلته د څار پوستې جوړې کړې او په دې تړاو یې ګواښ کړی و چې که سوریايي ځواکونه دې سیمو ته خپل پرمختګ ونه دروي، بریدونه به پرې وکړي.

خو د سوریې حکومت او روسیې دا غوښتنه رد کړې او ترکیه یې په دې تورنه کړې چې د ۲۰۱۸ اوربند له اصولو یې سرغړونه کړې او وسله والو ته یې درنې وسلې ورکړي.